CRI Online

د چين او افغانستان دوستانه اړيکې

cri     (GMT+08:00) 2016-12-29 15:37:07
د چين او افغانستان دوستانه اړيکې

د چين نړيوالې راډيو د پښتو څانګې د افغان کارکوونکي خالد محمد خالد په قول: چين له افغانستان سره له تېرو پنځه شپېتو کلونو راهيسې رسمي ديپلوماتيکې او دوستانه اړيکې لري،که څه هم دغه اړيکې د افغانستان په کورنيو جګړو کې ونه پالل شوې خو د طالبانو د رژيم له رانسکوريدو سره له ٢٠٠١ ميلادي کال راهيسې چين له افغانستان سره د اړيکو پراختيا ته لېوال دی همدارنګه د طالبانو له سقوط وروسته د حامد کرزي په مشرۍ دولت له چين سره اړيکې راژوندۍ کړې،د دواړو هېوادونو ترمنځ راشه درشه زياته شوه په ترڅ کې يې يو شمېر چينايې کمپنۍ افغانستان ته لاړې چې ښه بېلګه يې په ٢٠٠٧ کال کې د ميس عينکو د کان قرارداد چې په درې مليارده ډالره چيني کمپنۍ واخيست.

د افغانستان نوي منتخب ولسمشر محمد اشرف غني چين ته پخپل لومړني بهرني سفر کې له بېجېنګ سره ستراتيژيکې اړيکې د خپل بهرني سياست له لومړيتوبونو څخه بللې دي،نو ولسمشر اشرف غني له چين سره ستراتيژيکو اړيکو ته د لومړيتوب په ورکولو سره دغهسفر ته ځانګړی ارزښت ورکړ،همدارنګه د چين ولسمشر شي جينګ پېنګ د افغان ولسمشر دښه راغلاست لپاره هوايې ډګرته ورغی له دې څخه مالوميږي چې چين له افغانستان سره اړيکو ته په درنه سترګه ګوري،افغان ولسمشر غني په د دغه څلور ورځني سفر په ترڅ کې له چين سره په بيلابيلو برخو کې تړونونه لاسليک کړل او د (اسيا زړه) هيوادونو په څلورم کانفرانس کې يې مهمه وينا وکړه،پدې توګه غني چين سره د اړيکو نوی فصل پرانيست او هڅه يې وکړه چې د اوږد مهاله اړيکو لپاره پوخ بنسټ کيږدي،ښاغلي غني د چين ولسمشر ته څرګنده کړه چې افغانستان له چين سره لنډمهالې،منځمهالې او اوږد مهاله اړيکې غواړي چې ورته هيله د چين ولسمشر شي جينګ پېنګ هم وښوده او افغانستان يې د چين يو لرغونی ملګری هېواد وباله. افغانستان له چين سره ٨٥ کيلومتره ګډه پوله لري چې له نيکه مرغه د دواړو هېوادونو تر

منځ د تاريخ په اوږدو کې هيڅ ډول ستونزه نده رامنځته شوې،د دواړو هېوادونو خلک له يو بل سره ډېره مينه لري،افغانان چين د يوه ښه دوست په توګه ګڼي ، اوس مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ د تجارت،کلتو،تعليم او رسنيو په برخو کې اړيکې ډېرې پراخې شوې چې د چين نړيوالې راديو دې برخه کې بنسټيز رول لوبولی دی،اوس مهال لس ګونه افغان محصلين د چين په بېلا بېلو ولايتونو کې په زده کړو بوخت دي همدارنګه ډېر افغان سوداګر د چين په بېلابېلو ښارونو کې مېشت دي او د دواړو هېوادونو ترمنځ تجارت ته يې پراختيا ورکړې ده،له نيکه مرغه پدې وروستيو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د بار وړنکي رېل ګاډي پټلۍ هم جوړه شوه چې افغان سوداګرو ته يې ډېرې اسانتياوې برابرې کړې دي.

د چين او افغانستان د تل پاتې دوستۍ په هيله

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای