CRI Online

زما په سترګې کې د چين بڼه

cri     (GMT+08:00) 2016-12-30 19:16:43
زما په سترګې کې د چين بڼه

چين يو له پرمختيايي هېوادونو څخه شمېرل کېږي، ما دلته وليدل چې وګړي يې زيارکښ دي، دوی يو کار په يو وخت څاری او تمرکز يې په هماغه دنده وي، نه لکه زموږ افغانان چې لس کاره يې په يو وخت کې مخ په وړاندې بيايي او اخر کې يو هم سر ته نه وي رسولي، چينايان خپل قانون ته زښت وفادار دی هغه ځکه چې دولت يې ورته هر څه برابر کړی دی، مګر د چينايانو ژوند همغسي ندي، لکه د اروپايانو او يا امريکايانو، دوی په اونۍ کې ٧ ورځې کار کوي او د شپې او ورځې کار کوي، حالانکي امريکايان د تفريح او ساتيرۍ وخت په هره اونۍ کې لري، د چينايانو رخصتۍ ورځي د عيسوي کال په لومړي مياشت کې شروع کېږي او د فبرورۍ په مياشت کې خلاصېږي .

د چين تل دا هڅه ده چې افغانستان کې خپلو اقتصادي موخو ته وده ورکړئ، په هر حال د امريکا شتون په افغانستان کې د چين موخه نيولې ده د چين له نرم ځواک څخه هر هغه هېواد ګټه اخيستلی شي، د مثال په توګه پاکستان او داسې نور هېوادونه چين يو له غټو قدرتونو شمېرل کېږي، افغانستان ته مهمه ده چې چين سره نږدې او ټينګ ودريزې ځکه د يو ګاونډي په توګه چين موږ ته ډېرې مرستې راکولی شي او د افغانستان دولت ته هم پکار ده چې دوست هېواد چين سره خپلې اړيکې نورې هم پياوړی کړئ، د چين لخوا دا اعلان چې کابل کې به نوي اپارتممانونه جوړو يو غښتلی ګام دی او هر هغه هېواد چې افغانستان سره ښې اړيکې غواړي، بايد داسې پروژه چې زموږ د ولس په نفع وی جوړې کړې، د استوګنځايونو دا پروژه يو د مکرويانو د پروژې سره تړلې ده چې روسانو جوړه کړی وه.

--ايمل جمعه زاده

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای