CRI Online

د وريښمو لاره د افغانستان د اوږدي غميزي د حل لاره

cri     (GMT+08:00) 2017-05-14 21:16:44

چين او افغانستان دوه لرغونې ، د شتمن او غني کلتور لرونکي هيوادونه دي . دغه دواړه هيوادونه د وريښمو په تاريخي لاره پراته دي ، د چين او افغانستان ترمينځ دوستي د دواړو هيوادونو د خلکو ترمينځ په زړونو کې ډيري ژوري ريښي لري . چين او افغانستان تل يو له بله سره رښتيني مرسته او ملګرتيا کړيده ، د چين هيواد دا هڅه چې غواړي افغانستان د يوه کمربند او يوي لاري په ابادۍ کې خپل اغيزمن ګډون سره د دواړو هيوادونو ګډه سمسورتيا کې برخه واخلي ، د افغانستان د جنګ ځپلو خلکو له ډير تود هرکلي سره به مخامخ شي . د چين هيواد هره يوه نيکه هڅه که په هره برخه کې وي ،په افغانستان کې به د تلپاتي سولي ، ثبات او سمسورتيا سره ډيره مرسته وکړي. دا چې نن ورځ افغانستان په يوه خورا مهمه تاريخي دوره کې قرار لري ،په اقتصادي برخه کې بنسټيزي رغونې ته ډيره سخته اړتيا لري .د وريښمو لاري په جوړيدو سره به تراسپورتي لګښتونه يو پر دري راکم شي. د اسيا او اروپا ترمينځ به سوداګري اتيا سلنه وده وکړي .دا چې افغانستان د طبعي زيرمو له درکه يو غني هيواد دی ،ډيري پراخي طبعي زيرمي لري ، خو پر دغو طبعي زيرمو سربيره خورا مهمي اقتصادي هلي ځلي دغه په ناورين کې راګير هيواد له اوسنې خراب وضعيت څخه ژرغولی شي . په افغانستان کې د طبعي زيرمو او زراعتي موادو څخه د ښي ګټي اخيستنې لپاره بايد د وريښمو په څير مډرن سوداګريز امکانات برابر شي .د وريښمو لاري په جوړيدو سره بد نيتي ګاونډي هيوادونه به د افغانستان سره د سرسختي دوښمنۍ څخه لاس واخلي.

په پای کې وايم چې د افغانستان او چين ترمينځ د اقتصاد او سوداګرۍ په برخه کې رښتيني همکاري به د دواړو هيوادونو لباره يو ښه راتلونکی ولري .

په اقتصادي برخه کې چين هيواد ته يو څو وړانديزونه !

· چين هيواد د د افغانستان د صادراتو او توليداتو د ډولونو محدود شمير زيات کړي.

· چين هيواد د د خپلي ځواکمني تصدۍ وهڅوي چې په افغانستان کې لا زياتي پانګوني وکړي .

· چين هيواد د د افغانستان پر يو شمير مهمو صادراتي توکو مالیه را کمه او بيخي لغوه کړي.

د چين او افغانستان ترمينځ د رښتيني ملګرتيا او دوستۍ د دوام په هيله !

پوهيالی نذيرجان صديقي

د کندهار پوهنتون استاد

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای