CRI Online

د شينجيانګ سيمه د چين او افغانستان تر منځ په اړيکو کې مهم ځاي لري

cri     (GMT+08:00) 2017-07-11 15:49:58

د چين د شينجيانګ سيمه د چين او افغانستان تر منځ په سرحدی سيمه کې پرته ده او د واخان دهليز هم د شينجيانګ څخه د افغانستان بدخشان ولايت ته رسيږي.

له دغې سیمې څخه رسنیو ته وخت ناوخت د مسلمانو اويغورانو او هان چينايانو ترمنځ د تاوتریخوالي راپورونه هم ورکول کیږي.

همداشان د شينجيانګ اقتصاد او امنيت ټول له افغانستان سره مستقیماً اړيکې لري ، یعني که دغه سیمه نا امنه وي ، کیدای شي افغانستان ته یې هم زیان ورسیږي.

او که چیري یې امنیت او اقتصاد ښه وي ، نو مستقیماً یې په افغانانو هم اثر کیدای شي، ځکه په شينجيانګ کې زيات افغان سوداګران شته ، چې د کابل او د شينجيانګ مرکز وروموچي ترمنځ په سوداګریزو فعالیتونو بوخت دي، نو ددوی په کارونو زیات اثر کولی شي، چې اغیز یې ترنورو افغانانو هم رسیدای شي.

د اکتوبر لومړۍ نیټه د چين د ولسي جمهوريت او هم د شينجيانګ د اويغور خپلواکې سيمې د جوړېدو د کلیزې له ورځې سره برابره ده.

د چين په شينجيانګ خپلواکمنه سيمه کې اوسيدونکي اکثريت ايغوري مسلمانان دي، چې د دغې سيمې وګړيو شاوخوا ۴۵٪ سلنه جوړوي او ددوی ژبه ترکي ریښې لري.

په دې وروستیو کې د شينجيانګ سیمې ته د چین حکومت پاملرنه ډیره شوې او دغې سیمې سره د مرستو تګلارې یې برابرې کړې دي ، چې د وریښمو لارې بیاجوړول او فعالول یې ښه بیلګه کیدای شي .

د ورېښمو نوې لاره ددې سیمې د پرمختګ لپاره یوه ښه ذریعه ده، ځکه د ورېښمو لاره منځنۍ اسیا له اروپا سره نښلولی شي .

لیکوال : ناصرخان شیرزی

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای