CRI Online

حامد کرزی: افغانستان غواړي د يوه کمربند او يوې لارې په ابادۍ کې فعال ګډون وکړي

cri     (GMT+08:00) 2017-09-15 10:46:29

د اپريل په مياشت کې د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په بېجينګ کې د چين نړيوالې راډيو له خبريالانو سره مرکه کې وويل، چې افغانستان غواړي د يوه کمربند او يوې لارې په ابادۍ کې فعال ګډون کوونکی وګرځي.

(( افغانستان په دې سيمه کې يو ستراتيژيک هېواد دی، ټولې لارې په افغانستان راځي او تېريږي، زموږ د اقتصادي پلانونو څخه، تر ټولو مهم پلان دا دی چې افغانستان د دې سيمې د څلور لارې په توګه چې ټولې لارې پرې را خلاصې وي د ترانزيت او تجارت يو پراخه لاره شي، مهم رول ولوبوي په دې کې د چين يو کمربند يو سړک پلان چې يو ډير عظيم پلان دی هوبهو هغه شی دی چې افغانستان يې غواړي هماغه طرحه ده هماغه فکر دی او افغانستان به نه يوازې په دې کې همکاري کوي بلکې په دې کې د يو مهم شريک په توګه د يو مهم دوست په توګه او د يو مهم اقتصادي ارزښت درلودونکي هېواد په توګه خپله ونډه ادا کوي او پکې به مرسته کوي او په جوړېدو کې به يې ولاړ وي.))

افغانستان د اسيا په مرکز کې پروت دی او د اسيايي وچې د نښلولو پل دی. د تېرو کلونو راهيسې د چين او افغانستان ترمنځ اړيکې د ټينګېدو په حال کې دي. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ له خوا وړاندې شوې د يوه کمربند او يوې لارې د ابادۍ غوښتنه د چين او افغانستان ترمنځ د ستراتيژيکو همکاريزو اړيکو د لا ټينګښت لپاره نور زيات فرصتونه برابروي. د ٢٠١٦ کال د مې په مياشت کې د يوه کمربند او يوې لارې د ګډې ابادۍ په اړه د دواړو هېوادونو ترمنځ تفاهم ليک لاسليک شو. د يوه کمربند او يوې لارې د غوښتنې له عملي کېدو سره د کاني زېرمنو د استخراج، د بنسټيزو تاسيساتو د ابادۍ او ټرانسپورټ په برخو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ فرصتونه زيات شوي. په همدې مياشت کې چين ته د افغان زعفرانو د صادراتو موافقه ليک لاسليک شو. د تېر کال د جولای په مياشت کې د چين له يي وو او نان تونګ څخه د افغانستان حيرتان ته د باروړونکو اورګاډيو تګ راتګ په رسمي توګه پيل شو. د روان کال په مارچ کې افغانستان د اسيا د بنسټيزو تاسيساتو د پانګونې بانک د رسمي غړي په توګه ومنل شو.

د يوه کمربند او يوې تر چوکاټ لاندې د چين او افغانستان ترمنځ د اقتصادي او سوداګريزې همکارۍ د پرمختګ په هکله، ښاغلي کرزي ډېرې بېلګې يادې کړې. هغه وويل

((ډېر شيان، لکه يو کمربند، يو سړک يا لويه لاره چې موږ ورته وايو، دا به يې، او د معدنونو څخه استفاده به وي، د مس عينک قرارداد چې چين يې په لاس کې لري، د افغانستان د تيلو د زېرمو مسله ده، د افغانستان د ګازو مسله ده، په افغانستان کې د ترانزيت مسله ده او بيا د دواړو هېوادونو تر منځ د تجارت او د تلو راتلو مسله ده، د تجارانو او سرمايه دارو او بيا په افغانستان کې د چين د سرمايه ګذارۍ مسله ده، چې چين په افغانستان کې سرمايه ګذاري وکړي، نو چين به د افغانستان يو ډېر لوی عظيم ملګری وي په تجارت کې په سرمايه دارۍ کې په سرمايه ګذارۍ کې او دا موږ غواړو او دا زما د حکومت مرام و چې کله زه په حکومت کې وم، په دې کې مو ډېره هڅه وکړه، تر ډېره ځايه کاميابه هم شولو، خدای دې افغانستان ته ډېر ژر سوله راولي، او په دې کې اوميدواره يو چې د چين حکومت ډېره مرسته راسره وکړي، د سولې په راوستلو کې، تر څو دا لارې خلاصې شي، تجارت او سرمايه ګذاري او د معدنياتو څخه استفاده وکړو دا ټول مسايل ترسره شي خصوصا زموږ زعفران او مېوې به ډېر دلته راشي. ))

د سږ کال د مارچ په اوولسمه نېټه، له افغانستان څخه د راغلو قيمتي او په زړه پورې تاريخي اثارو نندارتون چې نوم يې تر جنګي اور وروسته بيا ځلېدنه ده، د بېجينګ د امپراطورۍ ماڼۍ په موزيم کې پيل شو. نندارچيان له ٢٣١ قيمتي اثارو څخه د افغانستان د لرغوني تاريخ او رنګا رنګ کلتور او د ورېښمو لارې په اوږدو کې د هنر په اړه غني معلومات تر لاسه کولای شي. دا په چين کې د افغان تاريخي اثارو لومړی نندارتون دی. د دې نندارتون په اړه ښاغلي کرزي وويل

((دا ډېره د خوشالۍ خبره ده، چې د چين په يو ډېر مهم موزيم کې د چين ډير تاريخي قصرونو په موزيم کې، چې د چين امپراطورۍ، پخوانۍ امپراطورۍ قصرونو کې په هغه کې د افغانستان د باختري طلاوو نندارتون دی، د اثارو نندارتون دی، دا نه يوازې چې افغانستان به د چين ولس ته معرفي کړي د افغانستان ښېګڼې، د افغانستان تاريخي اثار، د افغانستان کولتور، د افغانستان پخوانی تاريخ، ثقافت او هنرمندي به چين ته معرفي کړي بلکې دا نندارتون به د افغانستان او د چين د خلکو تر منځ د دوستۍ نماينده ګي هم وکړي او د ټينګښت نماينده ګي به هم وکړي. خدای دې وکړي چې يو وخت د چين اثار د افغانستان موزيمونو ته ولاړ شي او داسې نندارتونونه جوړ شي. ))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای