CRI Online

غلام جيلاني ځواک: د چين کمونست ګوند نولسمې کاګرې جوړېدل د سيمه ييز امنيت او سولې او پرمختګ لپاره ستر اهميت لري.

cri     (GMT+08:00) 2017-10-17 15:55:26

په دې ورځو کې د کابل نيوز ټلويزيون عمومي منيجر ښاغلي غلام جيلاني ځواک زموږ سره يوه کتبي مرکه ومنله. هغه څو څو ځله د مشهور خبري شخصيت په توګه چين ته راغلی او د چين له زياتو ځايونو څخه يې ليدنې کتنې کړې دي. هغه د چين په اړه غني معلومات لري. دغه ځل ښاغلي ځواک زموږ د پښتو څانګې په بلنه د چين د کمونست ګوند د ۱۹ ملي کانګرس په اړه يوه ليکنه راولېږله. راځې چې د ښاغلي ځواک ليکنه سره ولولئ!

د روان کال د اکتوبر په اتلسمه نيټه د چين د کمونست ګوند نولسمه ملي کانګره پيلږي، د چين د کمونست ګوند ملي کانګره چې په هر پنځه کالو کې يو ځل دايريږي د تصميم نيونې خورا مهمه مرجع ده، په دې کانګره کې به د چين دکمونست ګوند د مشرتابه، مرکزي کميټې او سياسي بيورو په شمول د چين د کمونست ګوند د رهبري د هيئت او پاليسيو په اړه تصميم نيول کيږي

د ښاغلي شي جين پينګ د واکمني پرمهال چين د يوې لار او يوکمربند پروګرام د پلي کيدو لپاره عملي ګامونه پورته کړل، د يوې لار او يو کمر بند پروګرام چې چين د آسيايي اروپايي او افريقايي هيوادونو سره د مشترکو اقتصادي ګټو په مزي تړي، دا پروګرام نه يواځې چې د چين او ټولو هغو هيوادو لپاره چې په دې کرښه پراته دي د چټک اقتصادي پرمختګ او ودې يو بې سارې فرصت دى، بلکي په نړيوالو اړيکو کې د چين او د سيمي د هيوادو د سياسي اړيکو د پراختيا لامل هم ګرځي، په دې توګه چين کولاي شي په نړيوال امنيت او ثبات کې لا مهم رول ولوبوي. ځکه خو اړينه بلل کيږي چې ښاغلى شي جين پينګ چې د يوې لارې او يو کمربند ستر اقتصادي غورځنګ يې پيل کړى دى، بايد د ده ترمشري لاندې د پوخوالي مرحلې ته ورسيږي.

زه څه موده دمخه د چين شانګهاي ښار ته تللى وم، او هلته مې د چين د کمونست ګوند د لومړنۍ کانګرې موزيم چې د شانګهاي د ژين تياندې (Xin Tiandi)په سيمه کې د ژينګ يي (Xing ye) په سرک پروت دى وليد، په تيرو تقريباً اته شپيتو کالونو کې چين خورا ستر پرمختګ کړى، که د هغه وخت چين او د شانګهاي ښار د اوسني چين سره پرتله کړۍ نو ډير ستر توپير په کې ليدل کيږي.

د چين کمونست ګوند چې په ١٩٢١ کې يې بنسټ کيښودل شو وکولاي شول په ١٩٤٩ کې د چين واک ترلاسه کړي او د چين د ولسي جمهوريت بنسټ کيږدي

له انقلاب څخه دمخه چين يا د ١٩٤٩ څخه دمخه چين يو ويشل شوى چين ؤ. د چين ولسونه د سخت عذاب سره مخ وو، له يوې خوا کورنۍ جګړې او بله خوا فقر، بيوزلي، د استعماري هيوادونو ظالمانه حاکميت د خلکو ژوند خورا سخت کړى ؤ، ډير خلک په نشه يې توکيو روږدي وو، هغه مهال په چين کې د عمر اوسط ٤٠ کاله وو، بيسوادي عامه وه، حکومتونو عامه خدمات نه وړاندې کول، روغتونونه يواځې د اشرافو په خدمت کې ، تر څو چې د چين کمونست ګوند د اوږدې ګوريلايې جګړې څخه وروسته په کال ١٩٤٩ کې ټول چين سره متحد کړ او د يو نوي چين بنسټ يې کيښود، يو مستقل،خپلواکه، ويسا او په خپل ځان بسيا چين.

د چين کمونست ګوند چې اوس د خپلې نولسمي کانګرې په درشل کې دى، په تير څو شپيتو کالو کې چين له خاورو پورته کړ او اوس چين د نړۍ په يو سترځوک اوښتي، له امريکا وروسته د نړۍ دويم ستر اقتصادي قوت بلل کيږي او اټکل کيږي چې ډير ژر به دنړۍ په لومړي اقتصادي ځواک واوړي، نن د چين صنعتي توليدات د اسيا، افريقا، اروپا او مريکا په مارکيټونو کې پلورل کيږي.

چين د ملګرو ملتو د امنيت د شورا دايمي غړې هيواد دى، له يوې خوا د شانګهاي کانفرانس او له بلې خوا د بريکس (برازيل، روسيه، هند، چين او جنوبي افريقا)اتحاديې له لارې په نړيوالې سياسي او اقتصادي معادلاتو کې خورا مهم رول لوبوي، يواځې يو څو کاله دمخه امريکا د نړې يواځينې ستر ځواک بلل کيده خو اوس د روسيې په خوا کې چين هم د يو ستر قدرت په توګه په نړيوال امنيت او نظم خورا مهمه ونډه لري. اوس نړۍ يوه قطبي نړۍ نه ده، بلکي چين د يو بل اقتصادي او سياسي قوت په توګه سر راپورته کوي چې په نړۍ کې د طاقت د توازن لپاره ډيره اړينه بلل کيږي.

چين د افغانستان ګاونډى هيواد دى، له لرغونو زمانو څخه هغه وخت چې د وريښمو په لار د چين سوداګريز کاروانونه د افغانستان له لارې اروپا ته تلل افغانستان او چين سره اړيکې درلودې، د افغانستان او چين اړيکې تل دوستانه اړيکې وې او دي. موږ هيڅکله په خپلو اړيکو کې کړکيچ نه دى درلودلاى، د چين او افغانستان ترمنځ هيڅ داسې ستونزه نه شته چې زموږ اړيکې دې غير دوستانه کړي، همدا اوس چين په ډيرو برخو کې افغانستان سره همکاري لري، د معادنو له استخراجه نيولې د کورونو ترجوړونې او امنيتي همکاريو پورې. خو هغه څه چې د افغانستان او چين د اقتصادي همکاريو په خوا کې افغانستان ته ډير ارزښت لري، هغه د امنيت او د سولې په بهير کې د چين همکارۍ دي.

چين د څلور اړخيزو (افغانستان، پاکستان، چين او امريکا) خبرو اترو او نورو لارو تل هڅه کړې چې د افغانستان په سوله کې مهم رول ولوبوي. حقيقت دا دى چې اوس د افغانستان امنيت د چين امنيت دى، په افغانستان کې ترهګرې او د داعش په شان ځواکونه د افغانستان په خوا کې د چين داخلي امنيت ته هم يوګواښ دى، همدا اوس د شرقي ترکستان جنګيالي د داعش په ليکو کې موجود دي، د دې په خوا کې که په افغانستان او د افغانستان شاو اوخوا کې امنيت نه وي نو د د يوې لارې او يوکمربند پروګرام چې له همدې لارو تيريږي، بريا به ډيره ستونزمنه وي، نو په افغانستان کې امنيت د چين دکورني امنيت او د چين دملي ګټو سره نغښتى دى.

افغانستان او چين د سيمې د هيوادونو د ګډې همکاريو له لارې کولاي شي د سيمې په ثبات او امنيت کې مهم رول ولوبوي، هيله ده د چين د کمونست ګوند نولسمه کانګره په دې اړه مهمې پريکړې وکړي، زموږ سيمه اوس د نړۍ د سترو قدرتونو د سيالۍ په ډګر اوښتې، نو په کار ده د سيمې هيوادونه هم دلته د امنيت او ثبات راوستو لپاره سره يو لاس شي، د چين د کمونست ګوند د نولسمي کانګرې پريکړې د سيمې په امنيت او ثبات مهمې اغيزې درلوداى شي. موږ بايد پرينږدو چې زموږ سيمه د سياليو او جګړو په ډګر واوړي، بلکي بايد هڅه وکړي ترڅو دا سيمه د همکاريو په مرکز واړوو.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای