CRI Online

د هه بۍ ولايت په نان ون دو کلي کې د بېوزلۍ د له منځه وړلو لار

cri     (GMT+08:00) 2019-04-10 21:21:02

نان ون دو کلی د چين د هه وبۍ ولايت د شه جيا جوانګ ښار د پينګ شان ولسوالۍ په شمال لويديځ کې پروت دی. دغه کلی پخوا ډېر بېوزله و. له تېرو ۳ کلونو راهيسې په دغه کلي کې د شه جيا جوانګ ښار د صنعتي او سوداګريزې ټولنې د کاري ډلې تر مرستو لاندې د بېوزلۍ د له منځه وړلو په موخه صنعتي فابريکې جوړې شوې دي او ټول کيوال له بېوزلۍ څخه ژغورل شوي دي.

په نان ون دو کلي کې ۶۸۷ کليوال اوسيږي، پخوا د صنعت د نشتوالي له امله دوی ډېر غريبان وو. د شه جيا جوانګ ښار د صنعتي او سوداګريزې ټولنې کاري ډله د ۲۰۱۶ کال د فبرورۍ په پای کې په دغه کلي کې پانګونه وکړه او د کرهنيزو چارو د سيلانيزې سيمې او د نيلوفر ګلانو په شمول يې ۲ پروژې جوړې کړې. دغه ۲ پروژې بشپړې شوې او د بېوزلو کليوالو عايدات يې زيات کړي. په ۲۰۱۸ کال کې د نان ون دو کلي د کليوالو منځني عايدات د پخوا په پرتله ۳۸۰۰ يوانه زيات شوي، ټول کيوال له بېوزلۍ څخه وتلي دي او د کلي منظرې ډېرې ښکلې شوې دي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای