CRI Online

د زړه خبرې

cri     (GMT+08:00) 2009-10-30 20:50:08

غوټۍ په چين جوو ښار کې

ګرانو دوستانو، زه غوټۍ يم. پخوا مې تل د ژوند په چين کې د پروګرام له لارې تاسو سره اړيکې درلودې. نن ورځ زما وېبلاګ د لومړی ځل لپاره په انټرنيټ کې پيل کېږي. هيله لرم چې تاسې د دې وېبلاګ له لارې زما د ژوند او د چين د هراړخيزو ساحو په اړه مالومات تر لاسه کړئ. که تاسی څه وړانديز او مرستې ته ولرئ، زما په وېبلاګ کې يې راته ويلی شئ. زه به تر خپلې وسې پورې در سره مرسته وکړم. غواړم چې لومړئ درته خپل په لنډه توګه دروپيژنم .

زه د جنورۍ په دوه ويشتمه نېټه د چين د شان دونګ ولايت په پينګ لای ښار کې زېږيدلې. پينګ لای يو ښکلی ساحلی ښار دی چې د چين په دوديزو افسانو کې له جنت څخه دنيا ته د ښاپيرۍ د راتللو ځای بلل شوی دی. ورپسې د جينګ داو ښار کې لويه شوم چې د چين يو مشهور ساحلی ښار هم دی. له منځني ښوونځي څخه د فارغ وروسته مې د بېجينګ د خپرونې په پوهنتون کې خپلې زده کړو ته دوام ورکړ او د دې ترڅنګ مې له پښتو ژبې سره نژدې اړيکې هم ټينګې کړې. د خپلو کوښښونو له لارې مې په عادی ډول د پوهنتون ديپلوم تر لاسه کړ. ورپسې د چين د نړيوالې راډيو د پښتو څانګې د يوې کارکوونکې په توګه وګمارل شوم چې تر اوسه پنځه کاله مې له دندې تېر شوي دي. زما ټينګ هوډ دا دی چې د چين او افغانستان ترمنځ د دوستۍ د ټينګېدو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د تګ راتګ د پياوړتيا لپاره د عمر تر پايه خدمت وکړم.

له زياترو چينايانو سره يو شان دی چې زما علاقه او مينه هم غنی ده، د بېلګې په توګه د عصري موسيقۍ اوريدل، فلم، کتاب او تلويزيوني اوپرا کتل، د ښکلی نباتاتو او ګلانو روزل او د سپيو په ګډون د کورنيو حيواناتو روزل او داسې نور. البته، په فارغ وخت کې تل له نورو ځايونو څخه ليدنه کتنه او په ګرځندويۍ بوخته يم. ځکه چې چين يو په زړه پورې، ښکلی او لوی هېواد دی چې طبيعی منظرې يې ډېرې غوره دی.

په پښتو ژبې د زده کړې له پيل راهيسې، زه يوه هيله لرم چې که فرصت پيدا کړم، د افغانستان او افغانانو کولتور له نژدې څخه ليدنه کتنه وکړم او د افغانان دوستان شوق او ذوق نيکه خويه احساس ووينم . زما يوه ټولګېواله چې په کابل کې د سېن هوا اژانس د څانګې يوه کارکوونکې ده، په تېرو دوو کلونو کې په کابل کې کار کړی دی. څو ورځې مخکې يې بېرته بېجينګ ته راستنه شوه. هغې راته وويل، چې په افغانستان کې هم په زړه پورې طبيعی منظرې شته،د بېلګې په توګه د باميان په سيمه کې بند امير ښکلی دی. هغې زياته کړه چې افغانان له چين سره زياته علاقه او مينه لري. د دوی په اند، چين د افغانستان باور لرونکی دوست هېواد دی. که څه هم اوس افغانان د خپل هېواد د بيا رغونې په لاره کې له يو شمېر ستونزو سره مخامخ دي، خو باور لرم چې د ټولو افغانانو د ګډو کوښښونو له لارې به په افغانستان کې تلپاتي او رښتينې سوله او ثبات راشي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای