CRI Online

خپله پېژندنه

cri     (GMT+08:00) 2009-10-31 20:09:16

ګرانو دوستانو! السلام عليکم! لومړی زه پخپله پېژندنه کوم! زه شي مونګ يم او زما پښتو نوم احمد زلمی دی.

زه په ٢٠٠٤کال کې د بيجينګ له نشراتی پوهنځی پښتو څانګې څخه فارغ شوم او په همدغه کال کې د چين د نړېوالې راډيو په پښتو څانګه کې مې پر کار پيل وکړ . په وروستيو کلونو کې زموږ د څانګې د مشرانو د مرستو او زما د هلو ځلو په رڼا کې د ژباړنې، خبرونو او رپوټونو جوړولو او په نورو برخو کې پرمختګ او برياوې ترلاسه کړی دی. د ښو رپوټونو د جوړولو لپاره مې زياتې مرکې ترسره کړې او په دې برخه کې مې ډېرې جايزې هم ترلاسه کړې دي. د بېلګې په توګه د چين د مسلمانانو او په چين کې د افغان سفير په اړه زما ځينو مرکو د چين د نړېوالې راډيو له خوا جايزې ګټلې دي. زه اوس د چين د نړېوالې راډيو د پښتو څانګې د مشرۍ دنده پرغاړه لرم نو هېله لرم چې د همکارانو او درنو کتونکو د مرستو په رڼا کې د سی ار ای د پښتو څانګې کارونه لازيات پرمختګ وکړي.

اوس زموږ ويب پاڼه په نوی بڼه بدله شوه. په دغه نوی پاڼه کې ترټولو ځلاند ټکی دا دی چې تاسو کولی شئ د دغې پاڼې په بېلابېلو ځايونو کې ستا نظرونه او ځوابونه وليکئ. زموږ د اړوند کارکوونکی له کتلو وروسته به ستا ليکنې زموږ پر ويب پاڼه وښيي.

په دې وروستيو ورځو کې په افغانستان او پاکستان کې ګډوډۍ او ترينګلتيا پرمخ زياتيږی. زه هم هېله لرم چې په دې سيمه کې سوله او ثبات رامنځته شي.

ځکه چې زموږ موخه يوازی دا ده چې د چين او افغانستان ترمنځ متقابله پېژندنه پياوړی شی او خپلمنځی دوستی نوره هم ټينګه شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای