CRI Online

د هيلې په اړه

cri     (GMT+08:00) 2009-11-02 11:11:05

زما چينی يا اصلی نوم شو شياو چن او پښتو نوم هيله ده. دغه پښتو نوم زموږ د پخواني افغاني صاحب رمز لخوا راکړه او ور سره ډېره مينه لرم. ځکه چې هيله د هر کس لپاره ډېره مهمه ده.

هر څوک په خپل ژوند کې ډېرې هيلې لري چې په پايله کې ځينې ريښتينی شوې او ځينې بدلې شوې دي. په لوړ منځنی ښوونځي کې د زده کړې په وخت کې مې وغوښتل چې په راتلونکی کې د راډيو يوه ويانده وګرځم. ور پسی مې د چين د ډله ايزو مطبوعاتو په پوهنتون کې وشامله شوم چې په پښتو ژبه زده کړه وکړه. تر فراغت وروسته مې د چين د نړيوالې راډيو په پښتو څانګه کې په کار پيل وکړ. پخوا زما په فکر کې دا کار يو ډول عادي کار دی چې هره ورځ يوازی ترجمعه کول او بيا مقالې لوستل. خو په ٢٠٠٨ کال کې زما دغه شان نظر بدل شوی دی.

٢٠٠٨ کال د چين د نړيوالې راډيو د پښتو څانګې د پرانيستېدو له ٣٥ کاليزې سره برابر و. د پښتو څانګې ټولو کارکوونکيو د دې د نمانځنې لپاره بېلا بېل فعاليتونه تر سره کړي. په نيکمرغه توګه مې په دې اړه د ځانګړو پروګرامونو د جوړولو دنده پر غاړه واخيستله چې په ترڅ کې مې د لومړي ځل لپاره په مشخص ډول د دغې څانګې له جوړېدو راهيسې د تاريخ او د پرمختګ جزييات يې مالومات تر لاسه کړي، په تېره بيا له موږ سره د اورېدونکو ژوره مينه مې احساس کړی يم. د زاړو کارکوونکيو لخوا د اورېدونکو په اړه د په زړه پوريو کيسو په اورېدو او موږ ته د اورېدونکو لخوا د راليږل شويو دومرو کاغزو په کتلو سره مې په څرګنده توګه پېژندلې چې زموږ کارونه ستر اهميت لري!

له هغه وخت څخه په خپلو کارونو کې نور زيات کوښښونه کوم، ځکه چې پوه شوم د پښتو ژبې د يوې ريښتينې وياندې د ګرځم لپاره زما لاره لا ډېره اوږده ده.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای