CRI Online

ژمی رسيدلی ،نو د پسرلی ښکلی موسم هم به ژر ورسيږي

cri     (GMT+08:00) 2009-11-03 10:05:48

سلامونه او نيکې هيلې، زه غاټول يم. ډېره خوشحاله يم چې زما د بلوګ له لارې له تاسو سره يو ځای د خپل ژوند او کار په اړه ملعومات شريکوم .له نن څخه وروسته به په ټاکلي وخت کې در سره د نظريو تبادله وکړم.

د نومبر په لومړنۍ نېټه په بېجينګ کې د روان کال له راهيسې د لومړي ځل لپاره واوره واورېده چې له امله يې هوا ډېره سړه شوه. د چين په جنوبي برخه کې ډېره لږه واوره اوري کوم چې زما ټاټوبی هم همدغه ځای دی،نو ځکه له ماشومتوب څخه مې هېله درلوده چې شمالي برخې ته لاړ شم او واوره وګورم .دغه هيله مې په ٢٠٠٠ کال کې تر سره شوه. د همدې کال په سپتمبر کې د بېجينګ د راډيوګانو او تلويزيونونو د پوهنتون له خوا ومنل شوم او له همدغه کال څخه مې په بېجينګ کې په خپل ژوند پيل وکړ چې تر اوسه پورې لس کاله تېريږي. د وروستيو لسو کلونو را پدېخوا په بېجينګ کې د ژوند له اوسېدو څخه مې ډېرې ګټې تر لاسه کړي دي چې نه يوازې له سيمه ييزو وګړيو سره مې دوستي ټينګه شوې بلکې لازياته پوه مې د خلکو سره د اړيکو نيولو او راشه درشه له لارې تر لاسه شوې ده په تېره بيا د چين په نړيواله راډيو کې مې د کار کولو راهيسې له بېلا بېلو ډولو وګړيو سره د تماس نيولو او ور سره د مرکو له لارې زيات معلومات تر لاسه کړی او تجربې راغونډې کړې دي.د دغه وېبلاګ وېبلوګ د پرانيستلو له امله به هغه نوی لاره ومومم چې د نړۍ په بېلا بېلو ځايونو کې له لازياتو افغان دوستانو سره د نظريو تبادله وکړئ . هيله ده چې تاسی ټول د هنر ، کلتور او پوهنې په ګډون د علاقې وړ ټولو مسئلو په باب له ما سره خبرې وکړي او ارزښتناک وړانديزونه به ما ته وړاندې وکړم. دا ډېره مهمه ده چې دغه بلوګ به ستا د نظريو د څرګندولو لپاره يو ښه ځای او يوه ښه سرچينه برابر کړي.نو زه به له تاسو سره يو ځای د پښتو د ويب پاڼې د پرمختګ لپاره خپل خدمت او هلې ځلې تر سره کړم .

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای