CRI Online

پروخت واوره

cri     (GMT+08:00) 2009-11-05 14:49:40

ونې په واورو پوښل شوي دي.

د نومبر په لومړی نېټه سهار، کله چې له خوبه پاڅېدم، و مې ليدل چې سخته واوره اوريدله او ټوله نړۍ په واورو پټه وه.

منی تير شو او ژمی رسيدلی دی چې د ونو پاڼې ورو ورو ژيړيدلې ، خو اوس ونې ، موټرونه ، ليري او نژدي کورونه ټول په سپينو واورو پوښل شويدي. په ډګر کې پلرونو او ميندو له ماشومانو سره په واورو کې عکسونه اخيستل. ماشومانو په خوشحالۍ سره په واورو کې خيز کاوه، منډه يې واهې او لوبې يې کولې. نو کله کله د کړکۍ له بهر څخه د دوی خندا راغلې. دا په روانی ژمی کې د بېجينګ لومړنی واورې وې.

د پخوانې تجربې سره سم، په بېجينګ کې لومړنی واورې بايد د نوامبر تر پايه پورې اوری. سږ کال لومړنی واورې د وخت مخکې واورېدې چې په تېرو شلو کلونو کې نه ليدل کېدی. د بېجينګ د هوا د تودوالي درجه هم له دې امله له صفر سانټی ګراډ څخه ټېټه وه. وګړي په جلا جلا توګه د ژمي د رارسيدو هر کلی کوي چې دغه واوره د ژمي د موسم د رارسيدو نښه هم ده.

يو چيني متل چې وايي، واوره د ښو حاصلاتو پيلامه ده. د واورې د دغه اورښت په اثر تر يوې اندازې پورې په خاورو کې د رطوبت وضع ښه شوې او د راتلونکي کال د ښو حاصلاتو د تر لاسه کولو لپاره مساعده زمينه برابره شويده . نو دا يو ښه زيری دی.

د ماشومانو په شان زه هم له واورو سره مينه لرم. تاسی خامخا پوښتنه راکوئ چې ولی؟ البته نه د لوبی کولو لپاره. زما په اند، واوره دنيا ښکلی او پاکولای شي چې سپين رنګ تر نورو ډېر پاک، سوچه او سپېڅلی دی. بر سېره پردې، واوره تل په هوسا توګه اوري چې د باران په پرتله لا ارامه ده. هيله لرم چې په دې ژمی کې دغه شان ښکلی واوره زيات اوری او په راتلونکی کال کې به ښه حاصلات رامنځته شي!

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای