CRI Online

د ژمي په اړه

cri     (GMT+08:00) 2009-11-11 16:37:35

نن ورځ د ٢٠٠٩ کال د نومبر يوولسمه ورځ ده. له وروستيو دريو ورځو راهيسې په بېجينګ کې هوا دومره ښه نه او ډېره سړه دي، په تېره بيا د نهمې نېټې په سهار وختي سختې واورې واورېدلې. خو د کور دننه ګرمي هم پيل شوې ده، نو موږ لا تر اوسه دومره سړه نشو احساسولای. د ښار د لارو يا واټونو په غاړه بې شمېره پاڼې پر ژړ رنګ بدل شوې يا ځمکې ته لوېدلې دي. ژمی په رښتيا سره رارسېدلی دی. زما اصلي ټاټوبي د چين په جنوب کې پرته ده، هلته د کال په څلورو فصلونو کې هوا هميشته ګرمه ده او په ژمي کې هم واوره نه ليدل کېږي. نو ما په ماشونتوب کې هېڅ کله واوره نه ده ليدلې او زه د زړه له کومې ژمی يا سړه هوا نه خوښوم. زه په ځانګړي توګه له دوبي سره زياته مينه لرم. ځکه چې په دوبي کې نجونۍ ښکلي ښکلي جامې اغوستلای شي او هم لامبو وهلای شي. خو په ژمي کې هوا تل سړه دي او زما لپاره د زياتو او ګرمو جامو د اغوستلو اړتيا شته. برسېره پر دې، د ژمي په فصل کې د کور دباندې ګوټ ګوټ کې ګلونه، شينې ونې او ښکلي منظرې هم نشی ليدلای او هر ډول نباتات او ژوي په ژمي کې ډېر ژوندی نه ښکاري. دغه راز د سيلانيانو لپاره ژمی هم يو ښه فصل نه دی، په دغه فصل کې ښکلې او په زړه پورې منظورې نشی ليدلای، هر ځای کې سيلانيان ډېر لږ ښکارېږي. دوی په ژمي کې يوازې په کور کې تفريع او د راتلونکي پسرلي د رارسېدو انظار کوي.

 

په ژمي کې زما لپاره د علاقې وړ يوازنی کار د سکي وهل دی. له وروستيو څو کلونو راهيسې په شمالي چين کې د سکي وهل په ژمي کې يوه ډېره مروجه لوبه ګرځېدلې ده. زيات ځوانان، ماشومان حتې زوړ کسان د سکي وهلو په زده کړې پيل کوي او کله کله له خپلې کورنۍ سره د ښار د ګوښه سيمې د سکي وهلو په ځانګړو ډګرونو کې لوبه کوي. سره له دې چې دوی مسلکي لوبغاړي نه دي او دومره لوړه سويه نه لري، خو دوی په رښتينۍ سره له دغې لوبې سره مينه لري. دوی غواړي له دې لارې خپله بدني روغتيا وساتي او خوند ترې واخلي. ما هم د ٢٠٠٨ کال په ژمي کې له خپلو ملګرو، مېړه او مور سره يو ځل سکی وهلی. په حقيقت کې دغه لوبه دومره ستونزمنه نه ده، حتی زما مور چې اوس پنځه پنځوس کلنه شوې ده، هم زده کولای شي. دا هم ور سره علاقه لري او پخپله لوبه کولای شي. په لنډ ډول ويل کېږي سکي وهل يوه ډېره ښه لوبه ده او د ټولو کسانو لپاره مقعوله او ګټوره ده.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای