CRI Online

يو کور او خوب

cri     (GMT+08:00) 2009-11-11 16:47:01



کور د چينايانو لپاره ډېر مهم دی .هر چينی ځوان د يو کور د اخيستلو لپاره ډېره هڅه او هلی ځلی کوي.ځکه د ده لپاره د کور اخيستنه له ثابت ژوند سره نژدی اړيکې لري.د بېلګی په توګه که يو سړی د چين په بېجينګ ښار کې ژوند کوي او هېڅ کور نه لري، نو د ژوند لګښت به يې ډېر لوړ وي، ځکه چې هغه بايد په کرايې د يو کور د رانيولو لپاره د خپل مياشتنی معاش زياته برخه ولګوي. عمومأ دغه لګښت دوه يا دری زره يوانو ته رسيږي.د کور د بيې د لوړوالي له امله به دغه لګښت هم نور لوړ شي .نو ځکه د زياترو چينايانو لپاره د کار کولو موخه د کور پر اخيستلو پورې اړه لري.خو په وروستيو کلونو کې د چين په زياتو ښارونو او سيمو کې د کور بيه په پر له پسې توګه لوړه شوې چې له امله يې زيات وګړي يو کور نه شی اخيستلی او د ژوند له لازياتو ستونزو سره مخامخ دي .هغه ځوانان چې غواړي له خپلې ملګرې سره واده وکړي، د کور د نه لرلو له امله واده نه شي کولی.او ځينی يې حتی له همدې امله خپلې ملګرې څخه جلا شي .همدغه شان کيسې کله کله د ښارونو په کوټ کوټ کې ليدل کيږي.نو هر ځوان د يو کور د اخيستلو لپاره ډېر کوښښونه کوي .خو دا انديښنه شته چې که څه هم يو سړی د کور اخيستلو لپاره ډېره هڅه کوي چې مياشتنی معاش يې زيات شي، خو د معاش د زياتوالي سرعت د کور د بيې د لوړوالې د سرعت پر تله ورو دی.اوس مهال که تاسې غواړئ چې يو کور واخلئ، بايد د دی لپاره شل يا دېرش کاله کوښښ وکړئ. معنی يې دا ده چې دغه کور به تر هغه وخت پورې چې تاسې تقاعد شئ، په پوره توګه پر تاسو پورې تړاو پيدا کړي.د کور د بيې لوړوالي له امله د خلکو بارونه هم زيات شوي دي.سربېره پردې نورې مسئلې هم رامنځته شوې دي او عادي اقتصادي نظم ته زيانونه رسيدلي دي.زياتو سوداګرانو د کورونو چارو ګټو ته ډېره پاملرنه کړې او کوي يي چې په اثر کې يې د کورونو د جوړولو په برخه کې لازياته پانګه اچولې ده او د نورو چارو پر پرمختګ يې منفی اغيزه کړې ده. که څه هم د چين د کورونو د چارو د پرمختګ په بهير کې ځينی مسئلې رامنځه شوې ، خو زه لاهم خوب کې وينم چې ای کاشکي چې هر وګړی خپل کور ولري او نيکمرغه ژوند تېر کړي.زما د نوي کور رنګولو کارونه بشپړ شوي دي. زما کور ته ستاسو راتګ ته هرکلی کوم.

ليکوونکې: غاټول

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای