CRI Online

واوره

cri     (GMT+08:00) 2009-11-12 11:25:05

په دې وروستيو ورځو کې سږ کال په بېجينګ کې د ژمي واوره د دوه ځل لپاره په پراخه توګه واورېدل. کله چې سهار له خوبه راويښه شوم، و يې ليدل چې په هرڅه واورې خپل سپين څادر غوړولی دی. دغه ښکلی طبيعت يې زما ډېر خوښ دی.

ويل کېږی ډېر کلونه مخکې بېجينګ يو داسې ښار وو چې تر ځمکې لاندې يې ډېرې اوبه موجودې وې. نو په بېجينګ کې اوسېدونکيو په خپل ژوند کې په عمده توګه دغه ډول اوبه به کارولې. خو د وخت په تېرېدو سره نفوس په دوامداره توګه زياتوالي سره د بېجينګ تر ځمکې لاندې زياتې اوبه لګول شوې او د ځمکې لاندې اوبه ډېرې کمې شوې دي. پر دې سربيره، د هوا بدلون په شمول د عواملو له امله په بېجينګ کې په دوبي او ژمي کې د بارانونو او واورو د اورېدو اندازې تر منځ ډېر توپير شته. په دوبی کې کله کله بارانونه اورېږي، خو په ژمي کې ډېر لږ باران يا واوره بيا اوري. په تېرو څو کلونو کې په بېجينګ کې دومره لويه او ډېره واوره نه وه اورېدلې.

دا واوره ډېره ښه وه. ځکه چې په تېرو څو مياشتو کې د چين په شمالي سيمو کې کرڼه له وچکالۍ سره مخامخ وه، په دغو پراخو واورو سره دا مسئله تر ډېر حل شوې ده. له دې پرته هوا ډېره پاکه شوې ده. وګړيو په ډله ييزه توګه په دغه ښکلي طبيعت کې له ډېرو خوشحاليو څخه ډک عکسونه اخيستل. ځينو ماشومانو واورې راغونډې کړې او ډول ډول شکلونه يې ترې جوړول.

دا واوره ډېره ښه وه. زموږ دفتر د کړکۍ مخامخ مسلسل غرونه ښکاري، خو پخوا مې هېڅ پاملرنه نه وه شوې. د واورو تر اورېدو وروسته کله مې چې دفتر له دننه کړکۍ څخه بهر ته وکتل، حيرانه شوم! د هغو غرونو سرونه په سپينو واورو پوښل شوي وو او دومره ښکلی طبيعت يې انځوراوه چې نه يې شم کولی بيان کړم. موږ بايد له دغو ښکليو واورو څخه مننه وکړو، ځکه چې د دې له لارې مو هغه طبيعت پيدا کړی چې پخوا مو هېڅ په سترګو نه دي ليدلي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای