CRI Online

په بېجينګ کې لویه واوره

cri     (GMT+08:00) 2009-11-12 11:33:47

په دې وروستيو ورځو کې په بېجينګ کې لويه واوره اوريږي. په بيجينګ کې ژمی ډېره سړه ده خو په هر کور کې مرکز ګرمی شته نو په کورونو کې ډېره توده ده. زه څو کاله دمخه کابل ته تللی وم. د کابل ژمی هم ډېره سړه ده خو په کابل کې زما په کور کې مرکز ګرمی حتی په ورځو کې برېښنا موجود نه وه. ما په هماغه وخت کې يخ ونيوه. په حقيقت کې زه د کابل له ژمی سره خوښی نه لرم ځکه په دغه ښار کې د ډېرو خلکو ژوند ډېر سخت او بی وزلی دي. په ژمی کې دوی لږ جامې اغوندي. ما فکر وکړ چې ژمی د دوی لپاره ډېر ستونزمن دی.

د دې ترڅنګ د پښتو څانګې نوی ويب پاڼه جوړه شوې ده. ډېرو کتونکو پر دې خپلې ښکلې خبرې ليکلې دي. زه له دوی څخه ډېره مننه کوم. زه هم غواړم چې دغه ځای د چينی کارکوونکو او افغان کتونکو ترمنځ د کلتور، ادبياتو او ژبو په اړه د تبادلې يو ډګر وګرځي.

په چين کې يو متل شته چې ښه واوره د راتلونکی کال د ښو حاصلاتو نښه ده. ښايی په افغانستان کې يو ورته متل هم شته. هيله لرم چې دغه واروه چينايانو او افغانانو ته نېکمرغی او ابادی ورسوي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای