CRI Online

زما په اړه

cri     (GMT+08:00) 2009-11-13 14:25:34

زما د ټاټوبی ښکلی سمندر

پېلا يېل سمندري حيوان

يو ډول حيوان چې زما ډېر خوښ دی او زما په ټاټوبی ډېر ليدل کېږي:سمندري ستوری

سلام! زما پښتو نوم شکريه او چينايي نوم مې جاو ون چينګ دی او د نولس سوه شپږ اتيايم کال د مارچ مياشتې په دوولسمه نېټه زيږېدلې يم. دغه ورځ د چين د ونو اېښودلو له ورځې سره برابره ده، نو زه له شنو سمسورو ځايونو سره لکه ښکليو ونو، چمنونو، وښو او ښکلي ګلانو سره ډېره مينه لرم. زما ټاټوبی د چين په ختيزې سيمه کې يو کوچنی سمندري ښارګوټی دی. په دغه ښار کې فابريکې نشته او که تاسو زما ټاټوبي ته ولاړشئ او له نژدې يې وګورئ نو هره خوا به مو سترګې په شنو سمسور ځايونو ولګيږي. دغه کوچنی ښار په دوه زره او نهم زيږديزکال کې د م م د انساني ميشتونې لوړ مېډال هم تر لاسه کړی. زه له فوټبال، نڅا، سيل ګرځندويي ډېره خوښوم او په يو لړ فعاليتونو کې مې تر اوسه ګډون هم کړی دی. بېجينګ ښار چې اوس زما استوګنځای دی يو کولتوري او شتمن تاريخ لرونکی ښار دی او هره ورځ پکې ګڼ شمېر رنګا رنګ کولتوري هنري فعاليتونه ترسره کيږي. هيله منه يم چې په راتلونکې کې به زه تاسو ته د چين او بېجينګ په اړه وکړای شم په زړه پورې مالومات د خپل وېبلاګ له لارې وړاندې کوم. مهرباني وکړئ کله کله زما شکريې وېبلاګ ته هم سر ور ښکاره کوئ.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای