CRI Online

چين د لوی دېوال يوه منظره

cri     (GMT+08:00) 2009-11-16 16:09:51

څه موده وړاندې د چين لوی ر ديوال کتلو لپاره تللی وم، نو غواړم چې چې د دې ځای سيل په تاسو هم د دې ليکنې له لارې وکړم، هيله ده چې د دې سفر کې له ما سره تر پايه ملګري پاتې شئ، په دې سفر کې مو له ځان سره په چين کې يوه داسې تاريخي او لرغوني مشهور ځای نندارې باندې له ځان سره بوخت وساتم له ځان سره د نوموړي ديوال مختلفو برخو ته بوزم او هڅه به وکړم چې تر وسه وسه څه ناڅه د نوموړې سيمې سيل درباندې وکړم، هيله ده چې وکړای شم يو ښه انځور يې ستاسو په ذهن کې انځور کړم. دا په زړه پورې ښکلی تاريخي ځای که له هر پلوه يې وستايو بيا به هم کم وي، فکر کوم چې په اړه به مو حتماً په کتابونو، اخبارونو او راډيوګانو نه کله نا کله حتماً اورېدلي وي او کېدای شي چې ځينو به يې له نژدې ننداره هم کړې وي، تاسو څه فکر کوئ چې دا به څه ډول تاريخي او لرغونی ځای څه وخت او کله اباد شوی دی ؟ نو راځئ! له ما سره د دې ديوال ننداره په ګډه د دې ليکنې له لارې وکړئ.

د چين لوی او تاريخي ديوال چې د انساني زيار او ځواک يوه ستره نمونه بلل کيږي په هغه لرغونې زمانې کې چې نه داسې کوم ډول وسايل او امکانات انسانانو په واک او لاس کې لرل نو په ليدلو به يې حيران شې، نو وبه وايي چې هغه خلک څومره پياوړي وو نو په ليدلو به يې ګوته په غاښ او پاتې شې.

د چينايانو تر مينځ يوه اصطلاح ده، که ټول چين ووينې او لوی دېوال دې نه وي ليدلی، نو چين به دې څه ليدلی وي، چې دا پخپله د نوموړي دېوال اهميت او درناوۍ د چينايانو په وړاندې په ګوته کوي. لوی دېوال ډېر اوږد چې د ټول ديوال کتل ناشونی کار بلل کيږي چې تقريباً ټول اوږدوالی يې اووه زره کيلو مترو ته رسيږي. موږ به يوازې پر تاسې د هغې برخې ننداره وکړو چې بدلېنګ په نامه ياديږي او د ټول دېوال ننداره زموږ د يو ورځني سفر له وس او توان څخه وتلې خبره بلل کيږي، د دېوال دا برخه د بېجېنګ يانکينګ سيمې، بېجېنګ د ښار له مرکز څخه شمالي لوري اويا کيلو مترۍ په واټن کې موقعيت لري چې د جوندو Jundu د غرونو د سلسلې د غرنۍ کړۍ برخه ده.

او يوازې د دې برخې اوږدوالی يې ٣٧٤١ مترو ته رسيږي او د دېوال منځنی لوړوالی اته متره دی او لوړه برخه يې ١٥متره ده، دېوال دومره پلن دی چې په سر يې پېنځه اسان کولی شي په يو وخت کې څنګ په څنګ لاړ شي، دېوال د شنو سمسورو غرونو په سر غزيدلی چې د لرې له ورايه مالوميږي لکه اوږد ښامار په شان چې د پای څرک يې نه لګيږي غزيدلی، هره ورځ په سلګونه سيلانيان د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو څخه ورته د سيل لپاره راځي، چې د چين د حکومت لپاره د يوه ښه درامد سرچينه هم ګڼل کيږي او د خپل ياد او خاطرو د ساتلو لپاره عکسونه اخلي او يا د ځينو دوستانو لپاره ډول ډول ډالۍ رانيسي، د چين حکومت د ګرځندويانو لپاره ډېر ښه خدمتونه برابر کړي دي . کله چې د دېوال په سر سيل کوې او شاوخوا ګورې او د باد څپې احساس کړې نو ستړيا د بيخي له منځه وړي روح د تازه او غوړېدا ورسره کوي. البته د ګرمۍ په موسم کې به باد ښه، خو د ژمي په موسم کې که مو د ورتګ نيت وکړ نو بيا به ګرمې جامې هرومرو اغوندۍ.

د دېوال چې، لکه څنګه چې نوم لوی دی همداسې بې وجې نه دی، ځکه ډېر لوی او ډېره لويه سيمه يې په خپله غېږ کې را نغاړلې ده، بېلابېلې برخې يې بېلابېل نومونه لري لکه، بدالېنګ، جين شان لېنګ، جويونګ، نيوجي جياوبيون، موتيان يو، داجين يو، د غوايه ښکر، اسماني زينې او داسې نور يې د نورو برخو نومونه.

نوموړی ديوال جوړېدو بهير د تاريخ ډېر اوږد مزلونه وهلي چې له ميلاد څخه مخکې په اوومه او اتمه ميلادي پېړيو په اوږدو کې د اووګونو امپراطوريو په زمانو کې پيل شوې لړۍ بلل کيږي د بهرنيو يرغلګرو د حملو او تېريو څخه د خونديتوب د لرغوني چين د يو لوی دفاعي پوځي سنګر په حيث ودان او ځينې وايي د کوچيانو له رمو څخه يې د خپلو کښتونو د خونديتوب په موخه ودان کړی دی. خو د دېوال له لوړوالي او جوړښت څخه داسې برېښي چې بهرنيو يرغلګرو د مخنيوي لپاره ودان شوی دی، ځکه د دېوال په سر د جنګياليو لپاره د غشيو او نورو جنګي وسلو لپاره سوري او د څار منظم عسکري برجونه د دې ښکارندويي کوي چې دا اصلاً د بهرنيو يرغلګرو د مخنيوي لپاره اباد شوی دی. د جوړېدو د بهير موده يې دوه زره کلونو پورې رسيږي.

همدارنګه د دېوال جوړښت کې د لويو تراش شويو تيږو او له پخو خښتو څخه کار اخيستل شوی، داسې ويل کيږي چې تيږو او خښتو تر منځ او يو پر بل د نښلولو لپاره به يې سرېښناکې وريژې له يو ډول نورو موادو سره ګډولولې او په دې ترتيب سره به يې تيږې او خښتې يو پر بل نښلولې. دېوال ډېر په منظم او په خورا لوړ مهارت سره چې په بيخ کې يې پلنوالی لږ څه زيات دی جوړ شوی، له دې څخه دا څرګنديږي چې په هغه لرغونې زمانه کې هم چينايان له دې ډول کارونو سره څومره بلدتيا او اشنايي درلودله چې دا دېوال يې يوه غوره بېلګه ده چې ساری يې په نړۍ کې نشته چې دا د چينايانو د شهامت او لوړ همت ستر شهکار په توګه تر نن پورې خوندي کړی دی.

د افغاني ټولنه کې يوه خبره ډېره عامه او دود ده چې د دوی په اند، چې دا د کاف دېوال ( کوۀ کاف) ديوال بو لي چې دا هماغه نوموړی دېوال دی، حال دا چې داسې نه ده، خو د دېوال جوړښت او دومره اوږدوالی پخپله د هېښتيا او نه منلو وړ خبره مالوميږي، چې رښتيا هم، همداسې ده.

د نړۍ له اتو حيرانوونکيو عجايبو څخه ګڼل کيږي، په ١٩٨٧ميلادي کال کې د يونېسکو له خوا د نړۍ د کولتوري ميراثونو په لېست کې شامل شو، چې هره ورځ سلګونه ګرځندويان د نوموړي دېوال نندارې لپاره د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه راځي د عامو وګړيو تر څنګ تر اوسه له ٤٠٠څخه زياتو د نړۍ مشرانو هم له نوموړي دېوال څخه ليدنه کړې ده. که يو ځل له نوموړي دېوال څخه ليدنه وکړئ نو د بيا ليدو مينه به مو په زړونو کې تلپاتې او نه هېرېدونکې خاطرې او يادونه ژوندي پاتې او د بيا نندارې ارمان په زړونو کې حتماًولرئ، چې ما هم تر اوسه دوه ځلې له لوی ديوال څخه ليدنه کړې ده.

زه د لوی دېوال په اړه خپل سفر نور په همدې ځای پای ته رسوم، هيله من يم چې تاسو هم يوه ورځ د چين له لوی دېوال څخه ليدنه وکړئ، او دغه تاريخي ځای له نژدې نه وګورئ.

په مينه او درنښت، د ٢٠٠٩زيږديز کال د نومبر درېيمه د سې شنبې ورځ

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای