CRI Online

په انټرنېټ کې د چينايانو ژوند

cri     (GMT+08:00) 2009-11-16 20:06:45

انټرنېټ په ١٩٦٩ کال کې د امريکايانو لخوا رامنځته شو. په تېرو پنځوسو کلونو کې انټرنېټ د خلکو پر ژوند باندې ژوره اغېزه کړې ده. نو له دې امله د خلکو د ژوند طرزونه او حالت پراخ بدل شوی دی. د انټرنېټ له لارې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې وګړي په اسانه توګه له دوستانو سره اړيکې ټينګولای شي.

انټرنېټ لسګونه کاله مخکې په رسمي توګه د چين د عامه وګړيو په ژوند کې ننوتلی دی. خو د انټرنېټ چارو په لنډو مودو کې چټک پرمختګ کړی دی. د چين د انټرنېټ د مالوماتو مرکز د روان کال په جولای کې د يو راپور په خپرولو سره څرګند کړ چې په اړوندې ټولپوښتنې کې د اووه اويا اعشاريه پنځه سلنې د وګړيو په اړه د دوی ژوند له انټرنېټ سره نژدی اړيکې لري. نو اوس په چين کې انټرنيټ د وګړيو ژوند يوه مهمه او نه بېلېدونکې برخه ده.

ښايې د انټرنېټ له لارې د شيانو خرڅلاو په انټرنېټ کې د چينايانو د ژوند د پيل په توګه ګڼل کېږي. په انټرنيټي پلورونځيو کې د وګړيو د مخابراتو، د شيانو د اخيستلو، د ټکټونو ټاکلو، د پيسو د لګولو، غونډو، ښوونې، زده کړو او د کار پيدا کولو په ګډون بېلا بېل اړتياوې پوره کولای شي.

ورپسی د MSNاوQQپه ګډون په انټرنيټ کې د خبرو په هکله د نرم زيرميزونو د رامنځته کېدو سره سم، د وګړيو ترمنځ تګ راتګ واټنونه اسانه او لنډ شوي دي. دغه راز وېبلاګونه او وېبپاڼې هم د چينايانو په ژوند کې د يوې مهمې برخې په توګه ګڼل کېږي. د شمېرنې سره سم، د روان کال تر لومړۍ نمايي پورې په چين کې څه باندې دری سوه او اته دېرش مليون تنه وګړي تل له انټرنېټ څخه استفاده کوي چې له دې جملې څخه څه باندې يوسل او يو اتيا تنه وګړي په انټرنېټ کې خپل ويبلاګونه هم جوړ کړې دي. دغه وګړي د وېبلاګونو له لارې د زړونو خبرې، راز او نياز او نظريې نورو وګړيو ته وړاندې کوي.

اوس زموږ د راډيو د پښتو څانګې ويبپاڼه هم د نړۍ په ګوټ ګوټ کې مليونه تنه دوستان او مينوال لري. نو زموږ هر تن کارکوونکی خپل ځانګړی وېبلاګ پرانيزو. هيله لرم چې تاسی راسره د خپلو نظريو او وړانديزونو له لارې اړيکې ولرئ. زما د برېښنا ليک پته: chenzhong0122@hotmail.com

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای