CRI Online

ليليه

cri     (GMT+08:00) 2009-11-18 21:09:27

زه له ليليې سره ډېره بلدتيا لرم. په ښوونځي کې مې د زده کړې د مودې له پيل څخه مې هميشه په ليليه کې ژوند کړی دی ،نو له ليليې سره مې د وخت په تېرېدو ځانګړی احساسات او مينه پيدا شوې ده .دا له بهر نه وتلی ده چې د کار له موندلو وروسته مې هم لا په هغه ليليه کې ژوند غوره کړ چې کوټه يې ډېره کوچنۍ او مساحت يې يوازی لسو مربع متره دی. که څه هم دغه ليليه دومره کوچنی ده، خو پکې دری تنه ځايږي.هره ورځ د ورځني کارونو له پای ته رسيدو وروسته موږ دری تنه پکې سره راټوليږو او خبرې اترې کوو او خوږ سجلس او مرکه مو جوړه کړې وي .زما په أند ليليه له نيکمرغۍ څخه ډک يو ځای دی .کله چې هره شپه د ليليې لاندې انګړ ته رسيږم ، لومړی د ليليې کړکۍ ګورم چې ايا هلته د څراغ رڼا روښانه ده که نه ؟ زه په زړه کې د څراغ له رڼا څخه ګرموالی ډېر نژدی څرګنديږي. خو په راتلونکي کې به دغه ګراموالی احساس نه کړم. ځکه زما د نوي کور د رنګېدو کارونه بشپړ شوي دي ، نو ښايي چې په نژدې راتلونکې کې ليليې ته لاړ نه شم .اوس مهال که څه هم په نوي کور کې اوسيږم ، خو تل مې هغه موده او شېبې په ياديږي چې په ليليه کې مې له نورو ملګرو سره يو ځای خبری کولو . يوازې په دی شرط چې زيات شيان له لاسه ور کوو، موږ به دغو شيانو ته ډېره پاملرنه او ارزښت ور کړو.لکه چې يوه سړي له يوې نجلۍ سره ډېره مينه درلوده او د هغې لپاره يې زيات کارونه تر سره کړل. خو دغې نجلۍ تر هغه وخت پورې چې دغه سړی ور څخه جلا شوی ، د ده بېلا بېل خاطرې احساسوي او د دغه سړي د له لاسه ور کولو له امله يې پښېماني کوي.نو څنګه چې ويل کيږي بايد د شيانو له ورکېدو مخکې هغوي ته ډېر ارزښت ور کړی شي او په قدر يې وپوهيږو.

اوس مهال کله چې يوازی په نوی کور کې پاتی يم ،نو هغه موده مې ياده شي چې په ليليه کې مې ژوند کولو .په هغو ورځو کې به کله کله زما له ليليې څخه د خند او غږونه اورېدل شوی وی.خو اوس له دغه ژوند څخه ليری شوی يم او نه يې شم موندلای .

په وروستيو ورځو کې مې يو خبر تر لاسه کړ چې ليليې نظام به لا نور تنظيم شي . ځکه چې زيات کستان چې زموږ له راډيو سره اړه نه لري، په ليليه کې ژوند کوي چې له امله يې د ليليې نظم او چاپيريال ته زيانونه رسولي دي،نو دا اړينه ده چې د ليليې نظم تنظيم شي او پکې د رسمي کارکوونکيو امنيت وساتل شي . اداري څانګه به په نژدې راتلونکي کې په راډيو کې رسمی کارکوونکيو ته په ليليه کې د استوګنې حق ور کړي . د دی له امله به زيات کسان له ليليې څخه ووځي. نو دا د خواشينۍ وړ خبر دی .که څه هم د ليليې اړوند نظام به تنظيم شي،خو هيله منه يم چې زياتره وګړي د خپل کور په شان په ليليه کې په ښه توګه ژوند وکړي.

ژباړونکې: غاټول

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای