CRI Online

د اې ډول له H1N1 والګي سره د مبارزې په ډګر کې د شکريې هلې ځلې

cri     (GMT+08:00) 2009-11-21 17:20:21

د نومبرڅوارلسمه نېټه، د شنبې ورځ وه، شکريه له خپلو ملګريو سره يو ځای د بېجينګ ښار د بې های په نامه د معيوبو ماشومانو ښوونځي ته د د اې ډول H1N1والګي سره د مبارزې او د عامه پوهاوي په موخه د ماسکونو له بستو او نورو اړينو توکيو په ګډون ښوونځي ته ورغله.

مونږ د اې ډول له H1N1 ډول والګي سره د مبارزې عامه پوهاوي وګړيو ته وويله

په دغه ورځ که څه هوا ډېره سړه وه او سخت باد لګېده. شکريه او د دې ملګريو د دومره سختو سړو سره سره بيا هم غوښتل چې، په يو لړ خير ښېګڼې په کارونو کې برخه واخلي او ترې ښې پايلې ترلاسه کړي. دوی نه يوازې د لوبو په ډګر کې بريالۍ دي، دوی په نوموړې ورځ د ماسکونو په ګډون نوموړي توکي تر لاسه کولو وروسته، خپلې خوښې کار کې د خلکو او ښوونځيو له زده کوونکيو سره د مرستې د سختې سړو په داسې يوه ورځ کې له خلکو سره مرستې کولو په تکل کې وو. د فعاليت په ترڅ کې دوی له نوموړي والګي څخه د ځان ساتنې لارو چارو لارښوونې ځايي وګړيو ته وکړلې. د شکريې په ټيم کې هر غړي د خپل توان تر بريده کوښښ وکړ چې تر خپلې وسي پورې زيات توکي تر لاسه او له خلکو سره مرسته وکړي.

مونږ په يوه لوبه کې بريالی شو

دوی د اې ډول H1N1 والګي سره د مبارزې ډېر ښه داوطلبان وو.

په چين کې په بېلا بېلو برخو کې زيات شمېر داوطلبان شته. دوی د روغې ټولنې سوکالۍ لپاره تل نه ستومانه کېدونکي کوښښونه کوي. د دوی خدمتونو په رڼا کې هغه خلک چې له ستونزو سره مخامخ دي يا ورسره مخامخ کيږي، په ژوند او کار خپل باور بيا پيدا کړی، ورسره مرسته کوي، ورته په زړه پورې صلا مشورې ورکوي. داوطلبان په عادي ورځو کې خپل رسمي چارې پر مخ بيايي او په فارغ وخت کې له نورو خلکو سره د مرسته لپاره راغونډيږي او بې له کومه مزده د ژوند د لا نېکمرغۍ په موخه هلې ځلې کوي. دوی له نورو سره د مرسته کولو په وخت کې د زياتې خوشحالۍ احساس کوي، خپله خوشالي د نورو په نېکمرغۍ کې بولي.

په بېجينګ کې زموږ په شان داوطلبان په هر ځای کې ليدل کيږي. دوی له کار پای ته رسولو وروسته په يوه هوټل کې ډوډۍ خوړلو لپاره سره را غونډيږي. د هوټل مشران چې نومونه يې لو نينګ او وانګ جينګ ران دي، هم داوطلبان دي. دوی د سېچوان په زلزله ځپلې سيمې کې د خدمت کولو يوه کلنه تجربه لري او هلته يې د خپلې خوښې کارونو کې برخه اخيستې ده. لو نينګ په يو ځايي ښوونځي کې د انځور کاږلو د ښوونکي په حيث، وانګ جينګ ران په ځايي مخابراتي ادارې کې د چارواکي په حيث په وړيا توګه اوس کار کوي. دوی په زلزله ځپلو سيمو کې ډېر څه زده کړي دي د دوی په اند ژوند ډېر ارزښتناک دی، موږ بايد ژوند ته لا نور هم ارزښت ورکړو او هر ورځ ښه کارونه وکړو.

يوې انا او د دې ماشوم زمونږ ماسکونه واغوستل

د معيوبو ماشومانو د ښوونځي مشر وويل: که څه هم اوس د اې ډول H1N1والګی د پراختيا په حالت کې دی، زموږ د ماشومانو زده کړې او ژوند عادي دی. موږ ځينې تدبيرونه تر سره کړي دي، مثلاً:په ټولګيو کې د وايروس د مخنيوي اوبو شيندل او هره ورځ د هر زده کوونکي تبه کتل کيږي او ماسکونه دوی ورته ورکول کيږي. موږ د داوطلبانو له مرستو او د ټولنې له پاملرنې ډېر مننه کوو.

له دې وروسته، رضا کارې ډلې ته د ماشومانو له خوا يو جوړ شوی انځور د ډالۍ په توګه ورکړل شو. دغه انځور له والګي سره د مبارزې او ځان ساتنې د لارو چارو په اړه دی. شکريه وايي چې دا ښکلی انځور زما ډېر خوښ دی او زموږ د فعاليت پر مهال هغه انځور زما په لاس کې دی.

د ماشومانو انځور زما په لاس کی و

شکريه په راتلونکې کې هم په پرله پسې توګه ټولنې ته سوکالۍ او نېکمرغۍ په موخه نه ستړې کېدونکي خدمتونه کول غواړي. هغه وايي چې ما په همدې ورځ له نورو زياتو نويو دوستانو سره هم وپېژندل. زه او دا په دې اند يو چې زموږ د نړۍ په هر ځای کې نيکې هيلې او نېکمرغۍ شته. که هر څوک ځينې کارونه ترسره کړي، حتماً به روښانه راتلونکې خامخا په مخ کې ولري.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای