CRI Online

د سره بانجانو اووه اثرونه

cri     (GMT+08:00) 2009-11-23 16:04:30

سوربانجان يا رومي بانجان يو ډول سابه دی او يو ډول ميوه هم ده چې ډېر غذايی توکي لری چې د معدې او جګر د پياوړتيا ، د وينې فشار د ټيټوالي او د سرطان د مخنيوي لپاره رول لوبوي ، نو دا سابه ډېر زښت طبي ارزښت لری.

د معاصرې څيړنې له مخې په سره بانجان کې زياته اندازه ويتامينونه ، هغه ارګانيک مرکب جسم چې په بدن کې په ويتامين Aبدليږي، پروتين او سلول موجود دي ، نو د ناروغيو مخنيوي او روغتيا ساتنې لپاره لانديني اثرونه لری

١_د هاضمې پياوړتيا لپاره : څرنګه چې په سره بانجان کې د لېمو او مڼې اسيد شته ، نو د غوړو يا شحم کمښت او د هاضمې د پياوړتيا لپاره ګټور دی ، نو هغه کسان چې د هاضمې د بی نظمۍ او خرابۍ تکليفونه لری، بايد زيات سره بانجان وخوري

٢_د چاغوالي کمښت لپاره : په سره بانجان کې يو ډول سلولونه شته ، نو د سرهبانجان تر خوړلو وروسته د موړوالی احساس پيدا کېږي، برسيره پردې دغه سلولونه د متابوليزم لپاره ګټه لری چې په پايله کې د چاغوالي د کمښت رول لوبوي ، نو چاغ کسان بايد زيات سرهبانجان وخوري.

٣_د جګر او زړه پياوړتيا لپاره : په سرهبانجان کې د زړه او جګر پياوړتيا لپاره هغه لازم قندي توکي ، ويتامينونه او ګلوکوز شته چې د جګر او زړه د پياوړتيا لپاره اثر لری، نو تل دې هڅه وشي چې سره بابخان وخوړل شی په تېره بيا د زړه او جګر ناروغان

٤_د سرطان مخنيوي لپاره :د سرطان مخنيوي بايد د وګړيو د پاملرنې وړ وي . څرنګه چې په سرهبانجان کې هغه ارګانيک مرکب جسمونه ډېر دي چې په بدن کې په

ويتامين A بدليږي او دغه توکي د طاعون وړوکيتوب او د سرطان سلول د پراخوالي بهير د مخنيوي رول لری، نو سره بانجان د سږي ، تي ، معدې او پوستکو سرطانونو مخنيوي او درملنې لپاره ښه اثرونه لری.

٥_د زړو کسانو د ځانګړيو ناروغيو درملنې لپاره :د وروستنيو څيړنو له مخې په سره بانجان کې هغه ارګانيک مرکب جسم چې په بدن کې په ويتامين A بدليږي، د بدن د غړيو د ضعيفوالي د مخنيوي رول لری ، نو دغه سابه د هغو ناروغيو ښه درملنه کوي چې د يادولو ځواک يې ضعيفېږي . نو له پورتنيو معلوماتو څخه څرګنديږي چې سوربانجن د روغتيا ساتنې لپاره ډېر ګټور دی ، هيله ده چې تاسی تل په مناسبه اندازه سره بانجان وخورئ.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای