CRI Online

دا ستونزمن کار دی چې يو ښه دوست پيدا کړی شي

cri     (GMT+08:00) 2009-11-25 19:09:40

د يو ښه دوست پيدا کول يو ستونزمن کار دی .که تاسې په ژوند کې يو ښه دوست پېدا کړئ، بايد دوستۍ ته ډېر ارزښت ور کړئ.

په ژوند کې هر کس دوستۍ ته اړتيا لري .په چين کې ډېر مشهور عالم او کارپوه کفوسيس وويل : موږ بايد د خپل ځان په پرتله له نورو ښه وګړيو سره دوستي ټينګه کړو.په ژوند کې دوستان د لمر په شان د ستونزو د رامنځته کېدو په بهير کې را سره مرسته کولی شي.کله چې ماتی خورو ، د دوی له خوا ډاډ، هڅولو او خبرو له امله به ځانی باور پياوړې شي. کله چې برياليتوب تر لاسه کوو،د دوی د ملګرتيا کولو په برکته خوځنده ځواک ګټو. له لرغونې زمانې څخه تر اوسه پورې د دوستۍ په اړه زياتې کيسې خپارې شوې دي .په تېره بيا د ګوان ځونګ او باو شو ترمنځ دوستي د پاملرنې وړ وه .

کيسه يې دا ډول ده :د چين د چونګ چيو امپراطورۍ د چي په نامه هېواد کې دوه کسان وو چې يو يې ګوان ځونګ او بل يې باو شو ونومول .دوی دواړو له ماشومتوب څخه يو له بل سره ټينګه دوستي لرله ، وروسته تر هغه باو شو د يو چارواکي په توګه وټاکل شو.خو باو شو ګوان ځونګ اړوندې څانګې ته ورپېژندلی و چې له امله يې ګوان ځونګ د دغه هېواد د صدراعظم په توګه ومنل شو چې مقام يې د باو شو په پرتله لوړ و.خو دوی دواړو په ګډه سره د خپل هېواد لپاره خدمتونه تر سره کو کې هيلې ځلې کولې لو.کوان ځونګ وويل : له باو شو سره يوځای مې سوداګري کوله او ترې مې زياتې ګټې تر لاسه کړې،خو باو شو دا ګومان نه کولو چې زه يو حريص سړی يم ،ځکه دی پر دې ښه پوهېده چې زما کورنۍ بې وزلې ده.يوازې باو شو او ما تفاهم کولو.کله چې دغه خبرې لولم ، تمه لرم چې دغه ډول ريښتينې دوستي تر لاسه کړم.

موږ په ژوند کې تل هيله لرو چې له نورو وګړيو سره د نظريو او فکرونو تبادله وکړو او يو د بل په فکر او نظر پوه شو،يد لع بل ذهع بې زده کړو. او نژدې اړيکې ټينګه کړو. خو يو له بل سره د دوستۍ اړيکيو ټينګښت اوپالل يو اسان کار نه دی .که موږ له يوه ښه کس سره دوستي ټينګه کړو، نو ترې به زياتې ګټې تر لاسه کړو.خو که له يو بد کس سره اړيکې جوړې کړو، نو خپل ځان ته به زيانونه او ستونزې په لوی لاس جوړې کړو. له دوستانو راشه درشه زموږ پر ژوند ډېره اغيزه کولی شي ، نو د دوستۍ د ټينګېدو په بهير کې بايد د دوستانو اخلاقو او عادتونو ته ډېره پاملرنه وکړو او له يوه ښه کس سره اړيکې ټينګې کړو چې په رښتيا هم د دوستۍ او ملګرتيا وړتيا ولري.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای