CRI Online

د چاپېريال ساتنه

cri     (GMT+08:00) 2009-11-26 16:15:25

نن ورځ چاپېريال ساتنه يوه نړيواله موضوع ده ، نو هر څوک بايد د ژوندون په هره ساحه کې چاپېريال ساتنې ته زياته پاملرنه وکړي.

د توالت کاسه يا کمود : د تېرې پيړۍ له اوومې لسيزې راهيسې په ځينو هېوادونو کې د توالت داسې کاسه او کمود کارول شوی دی چې د اوبو وتلو اندازه يې دوه ډولونه دي چې د توالت پر کاسې باندي د فشار يوه غټه او يوه کوچنۍ غوټه لګول کېږي چې د اوبو وتلو اندازه يې هم لويه او کمه ده .

يخچال : په ځينو پرمختلليو هېوادونو کې وګړي د يخچالي اخيستلو په مهال د برېښنا لګښت ته ډېره پاملرنه کوی ، نو په يخچال باندي د بريښنا لګولو اندازې له مخې د abcdefg نښې لېدل کېږي. ټولو ته معلومه ده چې د هوټل په هره کوټه کې يو کوچنی يخچال وي ، خو په جرمني هوټل کې پر يخچال برسيره د ژوند هر ډول سامانونه وي . يوازي يخچال په دهليز کې د اوسيدونکو ميلمنو د ګډې کارونې لپاره ايښودل شوي وي چې په اوتو ماتيک ډول ترې ډول ډول مشروبات اخيستل کېږي. ميلمانه يوازي د کوټې کارت پکې کاروي او يخچال د اړتياوړ مشروباتو په هکله معلومات ورکوي او په پايله کې په اوتوماتيک ډول پرانيستل کېږي او لګښت يی د ميلمنو حساب ته لېږدول کېږي.

د کثافاتو سطل : په ځينو پرمختلليو هېوادونو کې کثافات په څو ډولونو ويشل کېږي . د بېلګې په توګه د کاناډا په پوهنتونونو کې د زده کووونکيو ليليو په پخلنځيو کې د کثافاتو درې سطلونه ايښودل شوي وي چې يو يی د کاغذونو ، بل يی

د ژوند کثافاتو اچولو لپاره دی چې ليه تخمير وروسته د سرې په توګه تر ځمکې لاندی ښخېږي.

د نل اوبه : د ځينو پرمختلليو هېوادونو په هر کور کې د اوبو سپمولو لپاره د نل اوبو د کنترول أله ليدل کېږي . که څه هم په دغو هېوادونو کې د اوبو لګښت ډېر ارزان دی ، خو وګړي لا هم د اوبو سپمولو ته ډېر اهميت ورکوي . په عامو ځايونو کې هم د اوبو کنترول وسيله استعمالېږي.

مکرر استعمالېدونکي کاغذ: د سرچينو لګښت د کمښت او د چاپيريال ساتني لپاره د شمالي اروپا په ځينو شتمنو هېوادونو کې د فوتو کاپي داسې کاغذ او پاکټ کارول کېږي چې له کارولو وروسته له نورو ورځپاڼو سره يو ځاي بيرته د کاغذ جوړولو فابريې ته وليږي شي . په هوټلونو او رستورانتونو کې هم داسې کاغذونه استعماليږي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای