CRI Online

د اقسای ولسوالۍ

cri     (GMT+08:00) 2009-11-30 09:29:57

د روان کال په سپټمبر کې مې له نورو دوو همکارانو سره يو ځای د چين د ګان سو ولايت له مسلمانانو سره د مرکې لپاره د اکسای ولسوالۍ ته لاړ شوم . د خپل وېبلاګ په ننني مضمون کې به تاسو ته د دغې ولسوالۍ په باب لږ څه معلومات وړاندې کړم.

د چين د اکسای ولسوالۍ د ګان سو، چينګ های ولايتونو او د شينجيانګ د اويغور خپلواکې سيمې ترمنځ په ګډو پولو پرته ده چې مساحت يې ٣٢ زره مربع کيلو متره دی او پکې دوه علاقه دارۍ او لس اداري کلي شامل دي . د دغې ولسوالۍ عمومی نفوس نهه زه او يو سل تنه دی چې له دې جملې څخه د قزاقيانو نفوس دری زره او اووه سوه او شپېته تنه دي چې د عمومي نفوس په سلو کې يو څلوېښت اعشاريه دری نيسي.

د معلوماتو له مخې دغه ولسوالي په چين کې د هغه معدني توکي توليدونکيو سيمو څخه يوه ده چې د پنبې په شان اوبدل کيږي او اور نه اخلي .تر اوسه پورې د سروي کړی شويو دغو توکيو اندازه پنځه څلوېښت مليونو ټنو ته رسيدلی چې د هېواد د عمومي اندازې په سلو کې پنځه پنځوس برخه نيسي.سربېره پردې په دغه ولسوالۍ کې ډول ډول کانونه شته او د کان توليدونکيو ځايونو شمېر پنځه پنځوس ته رسيږي.

په رووستيو کلونو کې سيمه ييز حکومت د سلانۍ چارو ته پرمختګ ور کړی دی او هر کال يې د يادو شويو چارو د پرمختګ لپاره دری مليونه يوانه لګولی دی . سربېره پردی اړوندې څانګې په پر له پسې ډول د سو ګان جهيل منظره لرونکي ځای ، د ملی دودونو باغ او ايکولوژيکي پارک په شمول د ځينو منظره لرونکيو ځايونو د جوړولو لپاره څلوېښت مليونه يوانه پانګه اچولې ده.د دې ترڅنګ سيمه ييز حکومت هر کال پر دی ټينګار کړی چې د اس د سورېدو سيالي تر سره کړی چې په دې ډول هيله لري شاوخوا سيلانيان راجلب کړي . په ٢٠٠٨ کال کې دغې ولسوالۍ ته د تلونکيو سيلانيانو شمېر دری دېرش زره تنو ته رسيدلی چې ترې يې دوه مليونه او شپږ لکه او دېرش زره يوانه ګټه تر لاسه شوې او د سيلانۍ اغېزه زيات شوې ده.

ځايي حکومت هم د پوهنيزو چارو پرمختګ ته په درنه سترګه ګوري او هغه لارې چارې يې موندلی چې سيمه ييز زده کوونکي په نورو سيمو کې زده کړه کوي او لګښت يې د حکومت له خوا لګيږي چې په دی ډول سيمه ييزه پوهنيزه سويه لوړه شوې ده . د ولسوالۍ د ماليې ادارې هر کال د ښوونکيو د روزلو او زده کوونکيو او ښوونځيو ته د جايزې ور کولو لپاره يو مليون يوانه ولګوي .

اوس مهال په دغه ولسوالۍ کې بېلا بېلو چارو چټک پرمختګ کړی دی . زه هيله لرم چې ياد شوې ولسوالي نه يوازې خپله منظره لرونکی ځايونه ولري بلکې لازيات استعداد کسان وروزي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای