CRI Online

تبې نيولې يم

cri     (GMT+08:00) 2009-12-03 17:15:30

په تېره اوونۍ کې سړو وهلې او تبې نيولې وم ، څرنګه چې په تېره اوږده موده کې ډېره غښتلې وم ، نو دا وار زکام زما روغتيا ته ډېر زيانونه ورسول او حتی يوه شپه ما ته خوب نه راته، بايد ووايم چې دا زکام په ايچ يو اين يو والګي پورې هيڅ اړه نه درلود او يوازی معمولی زکام و . دوهمه ورځ سهار وختی د مور په نصيحت سمدلاسه روغتون ته ولاړم، ډاکتر تر تشخيص وروسته ما ته وويل چې بايد د دوو ورځو لپاره قطره يي درمل او ځان له نورو کسانو څخه قرنطين کړی.

د قرنطين په کوټه کې ما ته د ماشومتوب موده راياده شوه او په هغه وخت کې مې فکر کولو چې د ناجوړې موده ښه موده ده ځکه چې مور او پلار به مې زما لپاره خوندور خواړه برابرول او ټولې غوښتنې به مې يې پوره کولې . ګرانو دوستانو، تاسې د ماشومتوب په موده کې هم زما په شان داسی احساسات درلودل ؟

د قرنطين پر مهال يو وار وليدل چې يوه سپين سرې هم د خپلې لمسۍ درملنې د قرنطين کولو لپاره راغله . کله چې په کوچني بوتل کې لږ قطره يي دوا پاتې وه ، دوی دواړو دا شرط کيښود چې اوبه دې څو دقيقې وروسته خلاص شي . لمسۍ يی دوه ځلې په سيالۍ کې بريالۍ شوه او له ډېرې خوشحالۍ نه په جامو کې نه ځاېېده ، خو بايلونکې انا يې د شرط له مخې د خپلې لمسۍ لپاره مزه دار خواړه ور ته واخيستل . دغه له خوښۍ څخه ډک وضيعت د قرنطين په خونه کې د ټولو ناروغانو د خندا وړ ګرځېدلی وو. زما مور ما ته وويل چې زه هم يوه داسې مينه ناکه او ښکلې لمسۍ غواړم ! ډېر ښه دی ، زه به ستاسې غوښتنه پوره کړم ، ما ځواب ور کړ ځکه چې زه هم حامله شوې يم او ژر به ماشوم وزيږوم .

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای