CRI Online

د LONGINESپه نامه ساعت :Elegance is an attitude

cri     (GMT+08:00) 2009-12-08 18:25:46

د لونګينيس مارک لرونکی ساعت چې د سويس د سنټ –امير په غرني دره کې جوړ شو، يو سل او پنځه اويا تاريخ لري او د دودونو ، ښه ذوق او سپورټ په ځايښت يو ځانګړی ساعت دی.له اوږدې مودې راهيسې د دغه ساعت توليدونکی په نړيوالو ورزشي لوبو کې د ساعتو د شمېرلو د ماشين او په ګډې نړيوالې ټولنې کې د همکار په توګه د خپل ښه ذوق په اتکا سره په نړۍ کې ډېر مشهور دی او په نړۍ کې د لومړنی ساعت توليدونکي يعنی د سواچ ګروپ يوه غړی هم دی . اوس دغه مارک لرونکی ساعت په څه باندې يو سل او ديرشو هېوادونو کې کې پلورل کيږي او ښه بازار لري.

په ١٨٣٢ کال کې ځوان سوداګر اوګوست اګاسيز د ساعتونو له هغه کوچني دوکان سره له همکارۍ وروسته چې د سويس د سنټ –امير درې په علاقه دارۍ کې پروت و، د ساعتونو په جوړولو پيل وکړ او ور پسې د اګاسيز شرکت د يوه مسئول په توګه وټاکل شو .په هغه وخت کې زياتره ساعتونه د کورنيو غړيو له خو جوړ شول ، خو دغه ډول بڼې د ساعت چارو د پرمختګ مخنيوی کړی و، نو ياد شوی شرکت په نورو هېوادونو کې د خپلو ساعتونو د پلورلو پرېکړه وکړه او له سوداګريزو فعاليتونو سره يې د اړيکيو د ټينګولو لپاره هلی ځلی کولو. د ١٩ مې پيړۍ په پنځمه لسيزه کې د ښاغلي اګاسيز وراره ارنيست فرانسيلان د دغه شرکت د ادارې دنده پر غاړه واخيستله او د دې ترڅنګ يې په فعاله توګه د ساعتونو د جوړولو د تخنيکونو د ښه والي امکانان تر غور لاندې ونيول په ١٨٦٦ کال کې فرانسيلان د سويس سيند په يوه غاړه کې دوه ځمکې اخيستې وې چې يو له بل سره تړل شوی دی او نوم يې لونګجينس دی.هغه خپلوان جاکوس داويد د انجينر په توګه ګمارلی و چې د بېلا بېلو ألو او تجهيزاتو د ډيزاين کولو دنده يې پرغاړه درلوده. د ١٩ مې پيړۍ په اوومه لسيزه کې د فرانسيلان د ساعت چارو د شلمې پيړۍ په لومړنيو ديرشو کلونو کې ثابت پرمختګ کړی و چې تر ١٩١١ کاه پورې يې د کارکوونکيو شمېر زر او يو سل تنو ته رسيدلی او توليدات يې په ګرده نړۍ کې وپلورل کېدل .

له څو کلونو راهيسې دغه شرکت د ساعت د جوړولو په بېبلا بېلو تخنيکونو څېړولې او څېړوي يې . دغه مارک لرونکی ساعت په نړيوالو نندارتونونو کې زياتې جايزې تر لاسه کړې دي . په ١٩٢٩ کال کې د بسيلونا په نندارتون کې لوړه جايزه ګټلې او د لسو ځلو لپاره د ګلنپيز په نامه لويه جايزې تر لاسه کړې دي.دغه ساعت د پوهنې د ملکيت حق د نړيوال سازمان په سند کې يو داسې ساعت دی چې تاريخ ډېر اوږد دی. تر اوسه پورې دغه مارک لرونکی ساعت د خپلو ځانګړيو تخنيکونو له امله په نړۍ کې خپل ځای نيسي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای