CRI Online

موږ بايد له زلزلې څخه د ځان ژغورنې په لارو چارو زده کړه وکړو.

cri     (GMT+08:00) 2009-12-08 19:12:06

ټولو ته مالومه ده چې د ٢٠٠٥ کال د اکتوبر په اتمه نېټه په پاکستان کې د يوې سختې زلزلې له امله څه باندې پنځوس زره تنه مړه شول. نو زما په اند، موږ بايد له زلزلې څخه د ځان ژغورنې په لارو چارو زده کړه وکړو.

لومړی وګړي بايد د زلزلې د پېښېدو په وخت کې ارام اوسي او باور وساتي او باور ولرئ چې ټول خلک به مرسته ورسره وکړي.

هر تن د زلزلې په پيل کې د نښتېدو لپاره دوولس ثانيی وخت لري.خو که زلزله ډيره سخته وی، وګړي بايد ځای پر ځای پاتی شي او د کړکۍ له لارې ونه تښتي. وګړي بايد د زلزلې په موده کې تر ټينګو اسبابو او لوازمو لاندې او د ديوالونو په ګوټ کې ځان خوندی وساتي او په پخلنځی او تشناب کې چې د نورو کوټو په پرتله لا زيات ډاډمن دي

په پوهنځی کې که درسی کوټه کلکه وی، زده کوونکی تر مېز لاندی پاتی کيدلای شي. ښوونځی بايد د زده کوونکو د ارامېدو لپاره کوښښ وکړي.

دغه راز د زلزلې په وخت کې وګړي بايد له بريښنايې ليفټ څخه استفاده و نه کړي. که د زلزلې د پېښېدو په وخت کې څوک په بريښنايې ليفټ کې وی، بايد سمدلاسه له بريښنايې ليفټ څخه ووځي. که له زلزلې وروسته اور رامنځته شي، وګړي بايد خپل بدن ټيټ کړي چې د لوګی مخنيوی کړي.

که څوک د زلزلې د پېښېدو په وخت کې د ودانيو څخه بهر وي، بايد د خپل سر د ساتنې لپاره هڅې وکړي او سمدلاسه پراخو ځايونو ته ځان ورسوي.

په سختو زلزلو کې تل زيات مرګ ژوبله رامنځته کېږي. نو وګړي بايد په ژوند کې د بيړنۍ درملنې په اړه څه معلومات تر لاسه کړي چې په خطرناک وخت کې بيړني حالات حل کړي.

که څوک په کنډوالو کې ښخ شي، لومړی بايد خپل لاسونه او پښې له کنډوالې څخه وباسي او په خپل بدن باندی شيان ليری کړی. په هغه وخت کې بايد ټينګه اداره او ارامتيا وساتي. خلک بايد د شيانو له لارې اواز رامنځته کړي چې د مرستنديه کسانو پاملرنه راجلب کړې. دغه راز يوازی د مرستندويه کسانو د غږ د اوريد وروسته نارې وهلی شي، ځګه چې د ښخېدو په وخت کې بايد خپل ځواک وساتي.

په عمومی توګه، که څه هم زلزله ډيره سخته طبيعی ناورين دی، خو که وګړی په سمو طرزونو کې لوی لاس ولري، د مال او سر زيانونه به تر ډيری اندې راکم شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای