CRI Online

يو مرغه د خپلې معشوقې وير کې

cri     (GMT+08:00) 2009-12-09 19:36:43

ويل کېدل مينه يو داسې شی دی چې حتی کولی شي کاڼي هم وتوږي، د رنجو غوندې يې اوړه اوړه کړي. مينه د انسانانو ژوند او وينه کې نغښتې ده. پرته له انسانه د مخلوقاتو د هرې يوې جوړې تر منځ هم مينه شته، چې هغوی يې پخپله ژبه او ډول ډول اوازونو په کاږلو سره اظهاروي، مرغان يې د ښکلو زړه راښکونکو اوازونو يو بل ته بيانوي. زه به تاسو ته د دوه ښکليو مرغانو تر منځ د يوې نيمه خوا مينې غمجنه کيسه د هغوی د انځورونو په ژبه وکړم.

ويل کيږي چې د دغه دوه مرغيو انځورونه په اوکراين کې د يو عکاس له خوا اخسيتل شوي دي چې په امريکا، اروپا کې يې په ميلونونو کسانو زړونه هم ژړولي دي.

عکاس دغه انځورونه په ډېره لوړه بيه په يو فرانسوي ورځپاڼه مشهورې ورځپاڼې وپلورل، چې بيا د نوموړې ورځپاڼې په ميلونونو ګڼې ددې عکس له برکته وپلورل شوې

لومړی انځور: ليدل کيږي چې مرغۍ خپلې ناروغې محبوبې ته په مينه خواړه راوړي، پالنه او ډاډ ورکوي.

دوم انځور: ليدل کيږي، کله يې چې بيا ورته خواړه راوړل ګوري چې محبوبه يې بې هوښه پرته ده نو په وارخطايۍ سره يې ښوروي چې پوه شي چې مينه يې په څه حال کې ده.

دريم انځور:يو لحظه وروسته مالوميږي چې معشوقه يې مړه شوې نو په چېغو وهلو او ژړا پيل کوي.

څلورم انځور: په دې انځور کې ليدل کيږي چې د خپل محبوب شا و خوا ګرځي او چيغې وهي او فرياد کويباور وکړئ د دې تصويرونو ليدل دا ښکاره کوي چې مرغان هم سره څومره مينه لري، چې دا يې يوه ښه بېلګه ده، چې يو زړه پرې درديږي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای