CRI Online

په چين کې پښتو زده کول

cri     (GMT+08:00) 2009-12-11 15:43:53

پښتو ژبه د افغانستان له رسمی ژبو څخه شميرل کيږی چې يوه خوږه او په زړه پوری ژبه ده. په عين وخت کې پښتو ژبه ستونزمنه ده ځکه چې د پښتو ژبې ګرامر ډېر مشکل دی.

زموږ په څانګه کې ټول چينی کارکوونکی په چين کې پښتو زده کوي چې يو اسان کار هم نه دی. ځکه چې اوس په افغانستان کې امنيت دومره ښه نه دی نو زموږ کارکوونکی تر اوسه دغه هېواد ته نه دي تللي. د بهرنيو ژبو زده کړه بايد په بهرنيو هېوادونو کې ترسره شي ځکه چې د ژبو چاپيريال ډېر مهم دی.

د دې ترڅنګ زموږ ښوونکو چې اوس سپين ږيري شوي دي، څه دپاسه ديرش کاله مخکی د افغانستان د کابل په پوهنتون کې زده کړه کوله. دوی د پښتو ژبې کارپوهان دي. که څه هم دوی چينايان هم دي خو پښتو سويه يی ډېره لوړه ده.

اوس زموږ په څانګه کې اکثر کارکوونکي ځوانان دي چې په چين کې پښتو ژبه زده کوي. ويل کيږی چې د ښوونکو او افغان متخصصانو د مرستې په رڼا کې مو پښتو سويه د لوړيدو په حال کې ده. خو موږ هيله لرو چې په افغانستان کې د پښتو ژبې چاپيريال احساس کړو. دا د بهرنی ژبې د زده کړې لپاره ډېر مهم کار دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای