CRI Online

د لونګجينس په نامه د ساعت چارو پرمختګ

cri     (GMT+08:00) 2009-12-11 20:54:26

د ساعت د جوړولو په اړه د ځانګړو تخنيکونو له امله د لونګجينس شرکت له نړيوالو سپورټي ټولنې سره د همکارۍ ځانګړې اړيکې ټينګې کړې او کوي يي.شرکت يې تل د وخت د شمېرلو په اړه د بېلا بېلو وسيلو د ډيزاين او څېړنې لپاره هلې ځلې کوي تر څو د هرې لوبې وخت په سمه توګه وشمېرل شي . په ١٩١٢ کال کې دوی د سويس د جمناستيک په فدرالي سپورټي لوبو کې د وختونو د شمېرلو لپاره يو اټوماټيک سيستم جوړ کړ او ور پسې يې په دغه برخه کې بېلا بېل توليدات توليد کړ چې ور څخه په نړيوالو سپورټي لوبو کې د دغه شرکت د پاملرنې وړ خدمتونه څرګند شوي دي.وروسته له هغه نوموړي شرکت د ايتالياد موټر د جوړولو له مشهور مارک لرونکي فراري سره همکاري کړی وې .د لونګجينس مارک لرونکي ساعتونه د ليندۍ ويشلو ،جمناستيک او ټينس په شمول نړيوالو زياتو مهمو لوبو کې کارول کيږي او د سورټي نړۍ په مقرراتو کې يې خپل دقيق او ښه ذوق ښودل کيږي.

دغه شرکت د خپلو ساعتونو د ارزښت ، تختنيک او بڼې د څرګندولو لپاره هغه ډول سفيران غوره کړي چې ځانګړتياوې يې د خپلو توليداتو لپاره همغږی دي. د بېلګې په توګه د ټينس لوبغاړي اندري اګاسي او د ده مېرمن ستيفني ګراف ، د چين ستوري ګو فو چنګ او لين جي لينګ .

که څه هم دغه شرکت د نړيوالو لوبو له اړوندو تشکيلاتي کميټو سره د همکاري اړيکې ټينګې کړې ، خو د هغو نويو تخنيکونو د څېړنې لپاره خپلو کوښښونو او هلو ځلو ته دوام ور کړی چې نه يوازې په سپورټي لوبو کې کارول شوي دي. له ١٩١٩ کاله څخه نوموړي شرکت د کيهانوردي چارو د نړيوالې ټولنې د ټاکلی برابرونکي په توګه وټاکل شو چې د پيلوټانو لپاره د وختونو د شمېرلو لپاره وسيلې برابر کړې دي.

مثلأ د امريکا پيلوټ چارليس ليندبرګ په ١٩٢٧ کال کې د خپلې الوتکې په وسيله چې پکې د لونګجينس ساعت درول شوی و، د لومړي ځل لپاره يوازنی په بريالۍ توګه له شمالي اتلانتيک سمندر څخه تېر شو چې په دغه بهير کې هېڅ کوم تامځای نه و دريدلی ، نو د ياد شوي شرکت له خوا جوړ شوي بېلا بېل ماشين ألات د اکتشاف کوونکيو او پيلوټانو ملاتړ تر لاسه کړي دي .

اوس مهال دغه شرکت نه يوازې خپل ځانګړي تخنيکونه لري بلکې د خپلو غوره دودونو د مروجولو ترڅنګ د خپلو ساعتونو له لارې د تصدۍ روحيه جوړوي.

د لونګجينس ساعت توليدونکي شرکت د سواچ ګروپ يوه غړی چې په نړۍ کې د ساعت د جوړولو په برخه کې د لومړني شرکت په توګه بلل کيږي،د خپلو چارو له پيل راهيسې په يو سل او دېرش هېوادونو کې خپله ژمنه کړې او کوي يي .ښه ذوق د دغه شرکت بنسټيز اصل دی چې تر اوسه پورې د دوی چارې ګردې نړۍ ته پراخيږي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای