CRI Online

د ځونګ شان مقبره

cri     (GMT+08:00) 2009-12-11 21:21:28

ګرانو دوستانو ، د ډسمبر له ١٢ مې نېټې تر ٢٤ مې نېټې پورې مې خپله کلنۍ روخصتي په تېرولو پيل وکړ او نان جين ښار ته به سفر وکړم چې د چين په جنوب ختيځ کې پروت دی .نو نن به تاسو ته په دغه ښار کې د ډېر ښکلی منظره لرونکي ځاي يعنی د ځونګ شان مقبرې په باب لږ څه معلومات وړاندې کړم.

د ځونګ شان مقبره د چين په معاصره زمانه کې د ستر سياستوال او د انقلاب پلوي سون ځونګ شان مقبره ده . دغه مقبره په شمالي خوا کې او مخامخ په جنوب پرته ده چې مساحت يې څه باندې اتيا زره مربع متره دی .د ځونګ شان مقبره د جيانګ سو ولايت د نان جينګ ښار د ختيځی اطراف د ځونګ شان غره په منظره لرونکي ځای کې پرته ده.

د نان جينګ د ګوو مينګ دانګ ګوند د ښاغلي سون جونګ شان له مرګ وروسته د ده له وصيت سره سم د زجين شان په غره کې د مقبرې ځای غوره کړی و. د ښاغلي سون ځونګ شان د جنازې کارونو اداري څانګې په پراخه توګه د مقبرې د ډيزاين لايحې نقشې راغونډې کړې چې په پايله کې يې د ساعت په شان د معمار لو ايان جي له خوا ډيزاين شوی نقشې لومړنی کچې جايزه تر لاسه کړې ده .

د دغې مقبرې جوړونه د ١٩٢٦ کال په جنورۍ کې پيل شوه او د عمده ودانيو جوړونه يې په ١٩٢٩ کال کې پای ته ورسيده .د ١٩٢٩ کال کې د مې په ٢٨نېټه د ښاغلي سون ځونګ شان مړی له بېجينګ څخه نان جينګ ښار ته وليږدول شو .په دغه ښار کې د دری ورځنۍ دعا کولو وروسته د همدې کال د جون په لومړنۍ نېټه د جنازې درانه مراسم تر سره شول . په ١٩٣١ کال کې دغه مقبره په پوره توګه جوړه شوه چې مساحت يې څه د پاسه اتيا زره مربع متره دی او د څلو او د مقبرې دروازې په شمول ځينی ودانۍ پکې شامل شوې دي .د ځونګ شان مقبرې د عمده ودانۍ په شاوخوا کې د ښاغلي سون ځونګ شان د درښت او درناوي لپاره يو لړ نورې ودانۍ هم جوړې شوې .دغه مقبره د چين په معاصره زمانه کې په ساختماني تاريخ کې د ليدو وړ لومړنۍ مقبرې په توګه بلل کيږي.

د ١٩٤٩ کال د اپريل په ٢٨ مه نېټه د نان جينګ ښار پوځی ادارې کميټه جوړه شوه او د همدې کال د مې په ١٠ مه نېټه د نان جينګ ښار ولسي حکومت جوړ شو ، ورپسې په اګېست کې د ځونګ شان مقبرې اداري څانګه د ولسي حکومت تر ادارې لاندې راغلی .

په ٢٠٠٧ کال کې د نان جينګ ښار د ځونګ شان منظره لرونکی ځای يعنی د ځونګ شان د مقبرې منظره لرونکی ځای د هېواد د سيلانۍ د ادارې تر منظورۍ وروسته د پنځمې کچې د هېواد منظره لرونکی ځای په توګه وټاکل شو.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای