CRI Online

د افغانانو په نظر کې چين څنګه بڼه لري؟

cri     (GMT+08:00) 2009-12-12 16:53:19

چين او افغانستان دواړه ګاونډی هېوادونه دي. د چين او افغانستان خلک يو له بل سره هم ښه خاطرات لري. ځکه چې دواړه هېوادونه هيڅ تاريخی ستونزې هم نه لري. خو په حقيقت کې افغانان د چين په اړه څومره معلومات لري؟

دوه افغان ملګري لرم چې يو زموږ پخوانی همکار دی او بل يی زموږ يو اوريدونکی دی. دوی دواړه د چين په اړه ډېره مينه لري او پخوا چين ته هم نه وو راغلی. که په لومړی وخت کې له هغوی څخه پوښتنه وکړی چې چين يو څه رنګ هېواد دی او چينی وګړي څه رنګ خلک دي؟ ښايی دوی يوازی په عمومی توګه ووايی چې چين يو ښه هېواد او چينی وګړي هم مېلمه پال دي.

له چين څخه له نژدی ليدنې کتنې وروسته دوی په حيرانتيا سره وويل چې چين زموږ په فکر کې د پخوانی بڼې په پرتله ډېر توپيرونه لري. چين يو ډېر پرمختللی هېواد دی چې د امريکا او نورو لويديځو هېوادونو په شان دی.

په حقيقت کې د چين پلازمينه بيجينګ او شانګهای او داسی نور لوی ښارونه ډېر پرمختللی دي خو ځينی لويديځ ځايونه لاهم وروسته پاتی دی. د چين د چټک پرمختګ په حال کې دی. خو د چين وګړي ډېر مېلمه پال او ورخلاص خلک دي.

د ياديو شويو دوو افغانانو په قوله که تاسو غواړئ چې يو رښتين چين وپېژنئ نو يوازنی لار دا ده چې له چين څخه سفر وکړئ او په نژدی چين وګورئ!

چين ستاسو هرکلی کوي!

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای