CRI Online

تاسې خو اتڼ نڅا پېژنئ ايا د بياندان نڅا مو ليدلې؟

cri     (GMT+08:00) 2009-12-15 17:49:04
په چين کې ٥٦ قومونه شته او هر قوم خپل ځانګړي دودونه لري. زما ټاټوبی د جوانګ قوم په يوه ولسوالۍکې موقعيت لري . هرکله چې پسرلنی اختر رارسيږي ، په لارو کوڅو کې وګړي خپل قومي کالي اغوندي او د لرګي لوبې يانې چوب بازي کوي، نڅا کوي چې يو بل سره يې د وهلو اواز هم غټ او په زړه پورې وي چې دغه نڅا د هندوالنو جوبازۍ له نڅا سره ورته والی لري . دا د جوانګ قوم د خلکو يو ډول دوديزه نڅا ده او په چيني ژبه دغه ډول لرګي بيان دان تلفظ کيږي نو دغه نڅا د بياندان نڅا په نامه سره ياديږي

 
ويډيو: د جوانګ قوم ښځې د بياندان نڅا کولو په حال کي دې 

زړې ښځې په دغه نڅا کې تر نورو ډېرې تکړه وي . د نڅا کولو په ترڅ کې لږتر لږه څلور يا اته تنه يوه ډله جوړوي او د اوږې لرګي په يوه اوږده چوکۍ باندې وهي چې د نيالګيو د ايښودلو او کرکيلې په مهال کې د خلکو خوشالي په پوره توګه ښکاره کوي

راتلونکي پسرلني اختر ته زه ډېره سترګې په لار يم. چې کاشکي زما افغان دوستان هم زموږ ټاټوبي ته راشي او د اختر د لمانځنې لپاره د بياندان نڅا سره يو ځای اتڼ وکړي، دا به زما په اند چې يوه ډېره خوندوره ځانګړې ننداره او په زړه پورې د خوښۍ او خوشحالۍ وړ يوه منظره وي! د يوې همداسې يوې شيبې په هيله.

 
د ورېښمينو فيتو لخوا جوړه شوې پنډوسکه د نجلۍ او هلک ترمنځ  د مينې سوغات

ليو سان جه  د جوانګ  قوم په افسانه کې يوه هوښياره ښځه وه 

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای