CRI Online

د دالي ښار بادونه، ګلان، واوره او سپوږمۍ

cri     (GMT+08:00) 2009-12-25 15:43:44

يونليک
يون نان ولايت ته زما  سفر
دوهمه برخه

د دالي ښار بادونه، ګلان، واوره او سپوږمۍ 

دالي ښار د  ليجيانګ ښار په جنوبي څنډه کې پروت دی. ما د دواړو ښارونو ترمنځ د مستقيم بس په واسطه دالي ښار ته ولاړم. د بس ټېکټ بيه ٦٨ يوانه وه. ويل کېږي چې، د سفر په ترڅ کې تر ټولو ښکلې منظرې د سفر په لاره کې وي، چې زه ورسره ډېره مينه لرم. د څلورو ساعتو د بس سفر په ترڅ کې مې تل فکر سلسله له غرونو او د ځايي وګړيو ښکليو کورونو ورجلبوله.

باد، ګلان، واوره او سپوږمۍ د دالي ښار څلورو مشهورو منظرو د ښکلا نښې دي. د دغه ښار په جنوب شياګوان سيمه کې هره ورځ ډېر سخت باد لګيږي، ځکه دغه سيمه د غرونو په چاپېره کې ده. زه د دغې سيمې پر اسمان ټيټ پرک وريځو له ښکلا منظره ډېره خوښه کړله. د وريځو ډول ډول شکلونه چې د باد سرعت په چټکتيا به يې شکلونه ژر ژر سره بدلوله زما پام ډېر وراړولی وو. نو هر وخت چې تاسې اسمان ته پورته وګورئ،بېلا بېلو بڼو او شکلونو باندې وريځې ليدلای شئ.


په دالي ښار کې وريځې

شانګوان سيمه چې د دالي ښار په شمال کې پروته ده، په خپلو ښکليو ګلانو سره شهرت لري. د دغې سيمې هوا ډېره مناسبه ده چې په ژمي کې دومره سړه نه وي او په دوبي کې دومره ګرمه نه وي. دغه شان هوا د ګلانو او ونو ودې لپاره ډېره ګټوره وي. په دالي کې د کامليا ګل د ټولو ګلانو په ډولونو کې ډېر شهرت لري او په شانګوان سيمه کې د کامليا ګلانو د ډولونو شمېر پنځوسو ته رسيږي. پر ګټورو اقليمي شرايطو سربېره، ځايي وګړي هم له ګلانو سره ځاني طبعي ډېره مينه لري او په دغه سيمه کې هره کورنۍ په خپل انګړ کې ګلان ساتي.


د کامليا ګلان

پر څانګشان غره باندې واورې د دالي ښار يوه بله منظره ده. څانګشان غر ډېر اوږد دی چې نولس څوکې يې په يوه ليکه غزېدلې دي. له دې امله چې د هرې څوکې لوړوالی يې له ٣٥٠٠ مترو څخه اوښتی دی، نو دغه غر په واورو باندې پوښل شوی. واورې يې تل په سرونو ليدل کېږي او د لمر تر وړانګو لاندې ډېرې سپينې او ځلانده بړښي. دغه منظره د دالي په څلورو مشهورو منظرو کې د تر ټولو ښکلې منظرې په توګه هم ګڼل کېږي.

 

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای