ښايي چې زياتو کسانو د This is it په نامه فلم کتلی وي چې له مړينې مخکې د اوچت سندرغاړی او لوبغاړي مايکل جېکسن د خپل کنسرټ چمتوالی د وروستی تمرين پکې ثبت شوی دی. نن ورځ ما دغه فلم وکتلو او په سينما کې د دغه فلم د کتلو پر مهال زه ترې دومره اغېزمنه شولم چې زما له سترګو نه اوښکې بې اختياره وبهيدلې.
په رښتيا سره"This is it" دغه خبره ډېرې معناوې لري ، دا به "ټول خلاص شو، نور نه شته "ويل کيدای شي ، بلکې " يوازې دومره ده "معنا هم لري .خو په دغه لنډه خبره کې چې يوازې له اتو توريو څخه جوړه شوې جمله ده ، دغه مرحوم د موسيقۍ د نړۍ اتل د وروستي کنسرټ د نه ترسره کيدو په اړه ډېرې خواشينۍ د ډېر خلکو لخوا څرګندې شوې.
ننه ورځ د کرسمېس له شپې سره برابره ده ، هيله منه يم چې دغه اتل به په هغه بله نړۍ کې د هغه روح به د ژونديو خلکو ښې هيلې د خپل ځان په اړه احساسوي!
ويډيو: د ام تي وي د جايزې ورکولو په مراسمو کې مشهورې سندرغاړې مادونا د مايکل جېکسن د يادونې وينا وکړه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |