CRI Online

د چای کولتور

cri     (GMT+08:00) 2009-12-26 20:47:15

چينايان د چای څښلو په اړه دوديز کولتور لري. د چای کولتور د چای ونو له کرنې، د چای له توليدولو او د چای له څښلو څخه عبارت دی. چای د چينايانو په ژوند کې يوه ډېره مهمه برخه ده. د چين د چای د کولتور او د امريکا او اروپا په ګډون د لويديځو هېوادونو او د جاپان د چای د کولتورونو ترمنځ لوی توپيرونه شته. د چين د چای کولتور لرغونی تاريخ لري چې موده يي څو زرو کلونو ته رسېدلې ده.

د چای د سرچينې په توګه په چين کې د چای ډولونه بېلا بېل دی. د بېلګې توګه، شين چای، سورچای، د وو لونګ چای، د ګلانو چای، سپين چای، ژېړ چای او داسی نور. د چينايانو په اند، د چای څښل يو ښه عادت دی چې د روغتيا لپاره ګټور دی. نو چای په چين کې د ډېر ښه سوغات په توګه ګڼل کېږي.

د چين په زياتو لايتونو کې د چای د کرنې سيمې شته، د چای د کلنی توليدی اندازه شپږ لکه ټنو ته رسېږي. که څه هم د چای د کرنې سيمه لويه ده، خو توليدی اندازه د نړۍ د منځنی اندازې په پرتله زياته نه ده. د چين د چای کيفيت ډېر ښه دی. نو د بېلا بېلو هېوادونو د وګړيو مينه وال راجلبوي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای