CRI Online

په2010کال هيله

cri     (GMT+08:00) 2009-12-28 19:42:49

٢٠٠٩ کال څو ورځې وروسته به پای ته ورسېږي. زما لپاره ٢٠٠٩ کال يو نيکمرغه او نه هېريدونکی کال دی. په دې کال کې زما ټول کارونه په عادی ډول تر سره شول او ژوند ارام او ثابت تېر شو. ٢٠٠٩ کال د نوي چين د جوړېدو له شپېتمې کاليزې سره برابر دی. په دې کال کې زما په ژوند کې يو شمېر ښه بدلونونه هم رامنځته شوی دی. د بېلګې په توګه زما کورنۍ پخپله دوه موټرونه واخيستل چې يو زما د خاوند لپاره او بل زما لپاره دی. فکر کوم چې ډېره نيکمرغه سړی يمه، ځکه چې د خپل پلان سره سم ژوند کولای شم.

څو ورځې وروسته ٢٠١٠ کال به پيل شي. د راتلونکی کال په اړه ډېرې هيلې لرم چې په نړۍ کې ټولې جګړې پای ته ورسېږي او د بېلا بېلو هېوادونو خلک په ثابته او ارامه توګه ژوند وکړي. هيله لرم چې زما پلار او مور روغتيا شي، زما کارونه به بريالۍ شي، زما عايدات به لوړ شي او زموږ د راډيو ټول اوريدونکی به نيکمرغه اوسئ.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای