CRI Online

٢٠٠٩لېږديز کال او زما پر زړه باندې پاتې هغه مهالونه

cri     (GMT+08:00) 2009-12-31 15:22:29

وختونه ژر ژر تېريږي، لکه د اوبو په شان، بهيږي او بېرته هيڅکله هم نه را ګرځي، د سترګو په رپ کې به ٢٠٠٩ لېږديز کال هم پای ته ورسيږي. په دې کال کې ډېر کارونه زما په زړه کې او د يادونې وړ دي . د بېلګې په توګه د تېر مارچ په مياشت کې زما په پوهنتون کی د پخوانيو همټولګيوالو راغونډېدل زما په يوه نه هېرېدونکې خاطره ده، غواړم چې دلته تاسو ته لومړی د خپل پوهنتون په اړه څه ناڅه مالومات درته وړاندې کړم. زموږ پوهنتون د چين کامونيکشن پوهنتون د نشراتو او خپرونو اورګانونو لپاره د ځانګړو کارکوونکو د روزلو او ښوونې يوه زانګو بلل کيږي.

د مارچ په ٧ مه نېټه له ټاکل شوي پلان سره سم موږ په پوهنتون کې راغونډ شوو. په دغه ورځ کې اسمان شين او باد هم نه لګېدلو او د هوا تودوخه د اوسني ژمي موسم په پرتله توده برېښيدله. د پسرلي موسم زما ډېر خوښ دی او په دې موسم کې د پوهنتون هر ځای ښکلی ښکاري .

د پسرلي په فصل کې زموږ د پوهنتون يوه څنډه
 

د پسرلي لومړۍ ورځې د دغه فصل تر ټولو ښه وخت دی چې په پوهنتون کې د لارو ترڅنګ ونو څانګې پاڼې غوزې ورو ورو شنې کېږي. په لومړي عکس کې دوې همصنمفانې زما په وړاندې چکر وهي او ډېرې خوشحاله دي چې له پوهنتون نه د فارغيدو يو کال وروسته بېرته خپل پوهنتون ته راغلې دي او له خپلو همټولګيوالو سره يې يو ځل بيا له نژدې وليدل. ( له دوی څخه يوه ياسمين ده ، ستاسو په ګومان کومه يوه به ياسمين وي؟ ^__^ ).

  

دغه سور رنګه ودانۍ د زده کوونکو ډوډۍ خوړنځای دی او هره ورځ به مو دلته له ډوډی خوړلو وروسته موږ د خوړنځي په وړاندې ورځپاڼې او مجلې يا د دغې ودانۍ په لومړي پوړ کې د ستوري رڼا او ښوونې په نامه سوپرمارکيټ کی ډول ډول خوراکونه اخيستل.

 

په ښۍ خوا عکس کې د پوهنتون د شمالي دروازې ترڅنګ يو ګوټ وو چې خپل بايسکلونه به مو دلته درول . که به له خوبه ناوخته پاڅېدو، په هغه کوچني دوکان کې به مو ډوډۍ اخيستله. په کيڼ عکس کې د دغې دروازې بهر څنډه ده چې دلته تل  دری ارابې لرونکي څو بايسايکلونه به ولاړ وو . موږ به همېشه د دغو بايسايکلونو په سپرلۍ پوهنتون ته نژدی ميترو سټيشن ته تلو چې کرايه يې يوازې دری يوانه وه چې تقريباً له ٢١ افغانيو سره برابر دي.

 

په پوهنتون کې يو رسترانټ دی چې دلته خوندور خواړه يو ډول توند کب چې ډېر مشهور دی ، په چيني ژبه کې shui zhu yu" " ورته ويل کيږي . که تاسې چين ته را شئ ، حتماً دغه خوندور خواړه وخورئ.

 

يو کال کيږي چې ټول ټولګيوال يو له بله جلا شوي وو، په دې يو کال کې د هر يو تن په ژوند کې څه نا څه بدلونه هم راغلي دي هلکان پاخه شوي او نجونې لا نورې ډېری ښکلې او ګلالۍ شوې دي . موږ چې اوس د پلار او مور له ساتنې نه لېرې يو او پخپله د ژوند لارې چارې پر مخ وړو، خو په پوهنتون کې هغه له شوق او ذوق څخه ډک مهالونه چې موږ به سره يوځای زده کړې او ژوند کولو، زموږ په زړونو کې به تل پاتې وي . هو! ژوند همداسې دی، چې تېر وختونه هيڅکله بيا بېرته نه راګرځي، د ژوند خوند او رنګ په همدې کې نغښتی دی، زموږ سره يوازې د هغو وختونو تېرې خاطرې او يادونه په زړونو کې پاتې دي. زما د ژوند ټولو نه ښه وختونه، ملګري، مهالونه اوس څوک چېرته او څوک چېرته! ټولو ته هر چېرې چې وي د نېکمرغه او سوکاله ژوند په هيله!

اوس د يادونه افسانې ښکاري
داسې دستور د زمانې ښکاري

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای