CRI Online

نوی کال مبارک شه !

cri     (GMT+08:00) 2009-12-31 19:58:58

نن ورځ د ٢٠٠٩ کال وروستی ورځ ده. که څه هم نور کسان د نوی کال د هر کلی په هکله په بېلا بېلو فعالتونو بوخت دي، خو زه لا هم په دفتر کې له همکارانو سره د کارونو لپاره کوښښ کوم. ټول کارونه عادی دی چې د خبرونو ژباړل، د تبصرې ويل، د پروګرام جوړول، ويبولاګ ليکل او داسي نور. ډېره خوشحاله يم چې هره ورځ په کارونو بوخت يم او اوريدونکو ته خدمت کوم. زه د يوې خبريالې او وياندې په توګه ډېره نيکمرغه يم، ځکه چې زما په اند، خپل کارونه ډېر وياړ او لوړ دی چې د چين او افغانستان ترمنځ د دوستۍ لپاره ګتور دی.

د چين د دولت رئيس هو جين تاو په نن ورځ د نوی کال لپاره د مبارکي يوه وينا وکړه چې د ٢٠٠٩ کال د تجربو په راغونډولو سره نوی کال ته وګوري. ٢٠٠٩ کال د چين په تاريخ کې يو ډېر مهم کال دی چې د چين د ولسي جمهوريت د جوړېدو له شپېتمې کاليزې سره برابر دی. په تېرو شپيتو کلونو کې زموږ هېواد چټک پرمختګ کړی دی. نو باور لرم چې په راتلونکي کال کې به چين په پر له پسې توګه په نړيوالو او سيمه ييزو چارو کې مهم رول ولوبوي او له نورو هېوادونو سره ښه همکاري وکړي. هيله لم چې ټول دوستان به په نوي کال کې روغ جوړ او نيمکرغه کال ولري!

غوټۍ په دفتر کې 

 

غوټۍ او ياسمين

غوټۍ په کار کې

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای