CRI Online

د نوي کال د لومړۍ ورځې نمانځنه !

cri     (GMT+08:00) 2010-01-04 17:47:55
نوی کال مومبارک شه ! تاسو څنګه د نوي کال لومړۍ ورځ مو ونمانځله ؟ زه د تېر کال د ډېسمبر په اخري شپه د بېجينګ ښار په چاويانګ سيمه کې د "the place"په نامه ډګر ته ولاړم او هلته مې د نوي کال د هر کلي په غرض د راټولو شويو خلکو تر څنګ د خوښيو په مراسمو کې ګډون وکړ.

د بېجينګ زياتو ښاريانو دلته د نوي کال لومړۍ ورځ ونمانځله 


مينانو يو بل ته په نوي کال کې ډالۍ سره ورکړې

دthe place په نامه د مېدان په يو اړخ کې يوه لويه برېښنايي د سينما پرده درول شوې ده چې ٢٥٠ متره اوږدوالی او ٣٠ متره پلنوالی لري چې په اسيا کې تر ټولو لويه او په نړۍ کې دوهمه لويه پرده ده. هره شپه په اوو بجو او پنځه څلوېښتو دقيقو په دغه پرده ښکلي ويډيي نندارې خپريږي چې سيل کوونکي نه يوازې دلته په قهوه خانه کې د خوندورې قهوې د څښلو په بهير کې ښکلې ويډيويي نندارې کتلی شي، بلکې خوږې سندرو د اوريدلو ترڅنګ شيان هم اخيستلای شي.

د ډګر په دواړو غاړو مغازو کې د نړۍ ډېرو مشهورو نښو لرونکي توکي پلورل کېږي
د بلګې په توګه zara,mng,lv,guess او داسې نور

 
  

 

دلته ډېر ښکلې ويډيو ليدلی شئ، خو پام کوئ چې د ډېر وخت کتلو له امله درته د اورمېږ درد او ناروغي پيدا نشي^^.
هو! رښتيا وايم، زه هم کله کله داسې کيږم.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای