CRI Online

په چين کې اختر او مسلمانان

cri     (GMT+08:00) 2010-01-04 20:38:35

اختر او د اختر ورځې د مسلمانانو د ځانګړو مراسمو خوشالۍ ورځې، د خوښۍ او تفريح يو ښه فرصت بلل کيږي، د دوستانو او ملګرو، خپل خپلوانو يو له بل سره د ليدلو، راشه درشې، پخلاينې او راټولېدلو يوه ښه موقع ده. په هر کال کې دوه ځلې کوچنی او لوی اختر مراسمو لمانځنه د نړۍ په ګوټ ګوټ کې په لږ او ډېر توپير سره مسلمانان ترسره کوي، په چين کې مسلمانانو هم د اسلامي دود سره سم او ورسره لږ څه خپل دوديز ځانګړي رواجونو په ملګرتيا يې ترسره کوي.

په چين کې د نورو اديانو پيروانو تر څنګ ګڼ شمېر د اسلام سپېڅلي دين پيروان هم ژوند د يو بل تر څنګ د مينې ورورۍ څخه په ډکه فضا کې او راشه درشه د يو بل په مراسمو کې ګډون کول خوښي او ښې هيلې څرګندوي.

په چين کې د مسلمانانو زېات شمېر جوماتونه شته، چې يوازې په بېجينګ څه د پاسه اويا جوماتونو مالومات ما ته تر اوسه شوي دي، ممکن په بېجينګ نور جوماتونه هم وي، زه به يوازې د هغو ځينو يادونه يادونه ستاسو سره شريکه کړم، چې ډېر مشهور دي، او ځينو ته زه هم تر اوسه د لمانځه ادا کولو لپاره ورغلی يم. د نيوجې جومات، شېجينګ شيان جومات.

نور مشهور جوماتونه يې لکه د های ديان جومات. چينګ هه جومات، سوډان په سفارت کې ښکلی لوی جومات. په دې ټولو جوماتونو کې د نيوجې جومات تر ټولو لرغونی، تاريخي او ښکلی جومات دی، زما په اند.

چې تقريباً زر کلن اوږد تاريخ لري. دغه جومات ته سلګونه کسانه د اخترونو او جمعې په ورځو کې لمانځه د ادا کولو لپاره د بېجينګ د مختلفو ځايونو څخه راځي. نوموړی جومات د تاريخ په اوږدو څو ځلې زيانمن شوی، خو بېرته رغول شوی دی، دغه جومات په وروستي ځل د چين د قانګ شي د امپراتورۍ په دوره کې په کال١٦٩٦کې رغول شوی دی. نوموړې سيمه د بېجينګ د مسلمانانو يوه ګڼ مېشتې سيمه ګڼل کيږي. دوی د لمانځه ادا کولو ځانګړې طريقه لري په ښکلي انداز او غږ سره د قران شريف تلاوت کول يې د نړۍ له نورو مسلمانانو څخه څرګند توپير لري.

د لمانځه ادا کولو لپاره د چينايي سپينږيرو او مشرانو تر څنګ ډېری ځوانان هم د لمانځه ادا کولو لپاره جوماتونو ته هره ورځ ځي. په چين کې زيات بهرني مسلمانان ژوند کوي او دوی هم د چينايي مسلمانانو سره څنګ په څنګ لمونځ ادا کوي. د چين ټول مسلمانان سنيان او د حنفي مذهب پيروان دي.

د لوی اختر لومړۍ ورځ په شپه بېجينګ کې د چينايي مسلمانانو ټولنې له خوا يوه لويه ماښامنۍ مېلمستيا ترتيب شوې وه، چې په نوموړې مېلمستيا کې د چين د نړيوالې راډيو مسلمانو کارکوونکيو ته هم د ګډون کولو لپاره بلنه ورکړې وه.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای