CRI Online

د دوبی منار د پاملرنې وړ دی

cri     (GMT+08:00) 2010-01-05 13:14:34

د دوبی منار د پاملرنې وړ دی

په نړۍ کې لومړۍ تر ټولو جګه ودانۍ يعنې د دوبۍ منار د کار لپاره چمټو شوی چې جګوالی يې اته سوه او اته وېشت متره دی .دغه ودانۍ يو سل او شپېته پوړونه لري چې کورونه ، دفترونه او هوټلونه پکې شامل دي. د خبر له مخې په دغه ودانۍ کې ١٢ زره تنه کسان په يو ځل ځايږي.

د معلوماتو له مخې دغه منار د عربي متحده اماراتو په دوبۍ کې پروت دی چې د دوبی د امار په نامه د شرکت له خوا له ٢٠٠٤ کال څخه راپه دېخوا د جوړولو چاې پيل شوې وي او د سوم په نامه د امريکا د شکاګو د د مشهور ودانيز شرکت له خوا ډيزاين شوی دی .دغه جګه ودانۍ ډېره جګه ده چې په نړۍ کې د لومړنې جګې ودانۍ يعنی د تای پی د ١٠١ په نامه د ودانۍ په پرتله دری سوه او دېرش متره لوړه شوې ده.

د دوبی منار د دغه ښار په مرکز کې پروت دی او د دغې سيمې د يوې مهمې نښې په توګه بلل کيږي . په دغه سيمه کې دېرش زره کورونه او په نړۍ کې د شيانو د اخيستلو لپاره لومړني لوی دوکان شامل دي . جوړونکي شرکت وايي: د دوبی منار ، د شاوخوا باغ او مصنوعي مجهيل د په کار اچولو له امله ښايي دغه ښار ته د تلونکيو سيلانيانو شمېر تر زياتې اندازې پورې لوړ شي.

د دوبی مشر د دغې ودانۍ د په کار اچولو پرانيستلو د مراسمو مشري وکړه. د دې ترڅنګ د لمونځ ادا کولو اړوند مراسم په هغه جومات کې تر سره شول چې اووه پنځوس پوړونه يي لري.

د معلوماتو له مخې ښايي چې د لومړنې ډلې کورنۍ د روان کال په فبرورۍ کې خپل کورونو ته انتقال کړي چې په دغه ودانۍ کې موقعيت لري ، خو زياتو کورنيو د ٢٠٠٩ کال د کورونو د بيې د ټيټوالي له امله خپ ځان ته زيانونه رسولي دي. يو فلسطيني سوداګر وويل:په ٢٠٠٨ کال کې مې په دغه منار کې د يو کور د اخيستلو لپاره دری مليونه امريکايي ډالره لګولی وو ، خو په بازار کې د کورونو د بيې ټيټوالی ما ته زيات زيانونه رسولي دي.

د دغې ودانۍ زياتې برخې د ښيښې څخه جوړې شوي دي ، نو د پاکوالي کارونه يې ډېر ستوزمن وو. په تېرو دريو مياشتو کې ١٢ تنه کارکوونکيو د دغې ودانۍ د پاکولو لپاره کوښښ کړي دي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای