CRI Online

د شينجيانګ په لوپنور ولسوالي کې د کليوالو کارګرانو ماشومام په وړيا توګه زده کړه کوي.

cri     (GMT+08:00) 2010-01-06 16:12:07

د ٢٠٠٩ کال کې د ډسمبر په اته ويشتمه نېټه د شينجيانګ د اويغوري د خپلواکې سيمې د لوپنور ولسوالي د لومړنی مکتب زده کوونکي کتابونه

لولي.

د لوپنور په زړه پورې طبيعی منظره

کليوال کارګرانو په کار کې

د شينجيانګ د لوپنور ولسوالي په لومړنی مکتب کې دوه زره نهه سوه او اوه نوي تنه زده کوونکي شته چې په کې د يو شپيته برخه د کليوالو کارګرانو ماشومان دي.

د شينجيانګ د لوپنور ولسوالي د ښوونې ادارې خبر ورکړ چې له ٢٠٠٨ کال نه تر ٢٠٠٩ کاله پورې، په دغه ولسوالي کې د کليوالو کارګرانو دوه زره او پنځه سوه او شپږ پنځوس تنه ماشومان په حکومتي ښوونځيو کې زده کړه کوي. د ٢٠١٠ کال تر پسرلۍ پورې به په دغه ولسوالي کې د ټولو کليوالو کارګرانو ماشومان په وړيا توګه په حکومتي ښوونځيو کې زده کړه وکړي چې د دوی د ښوونې لګښتونه په پوره توګه د کليوالو سيمو د اجباری ښوونې په چوکاټ کې شامل شول. دغه راز حکومت به دغو ماشومانو ته د ډوډۍ او ترافيک امرادی لګښت ورکړي.

د شينجيانګ د لوپنور ولسوالی د پنبو توليدي لويه اډه ده، نو هر کال زياتره کليوال کارګران د کار لپاره له نورو ځايونو څخه دغه ولسوالي ته ولاړ چې شمېر يې شپيته زره ته رسيدلې دي. د دې ترڅنګ د دغو کارګرانو د ماشومانو ښوونه تل د ولسوالي د حکومت د يو مهم کار په توګه ګڼل کېږي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای