CRI Online

د رخصتۍ په ورځو کې به څه وکړو؟

cri     (GMT+08:00) 2010-01-11 15:45:52

هغه کسان چې هره ورځ کار کوي، داسی فکر لري چې هره ورځ توپير نه کوي. ځکه چې هره ورځ د کارونو محتويات يو شان دي او په يو سازمان کې د خلکو کاری اجندا هم ورته ده. دغه راز رخصتی د ارزښت وړ وخت وي. موږ غواړو ډېر پلانونه لرو چې د رخصتيو په ورځو کې ترسره کړو.

دغه راز زموږ رخصتی له بېلابېلو کارونو څخه ډکه وی چې د کاری ورځو په پرتله خلک نور هم بوخت وی. له رخصتۍ وروسته موږ په ستړيتوب سره په کارونو پيل کړ.

زموږ په منځ کې ځينی ملګري وايی چې دوی به د رخصتۍ په ورځو کې خوب کوي. په کارو ورځو کې ډېر ستړی شوي دي نو ويی غوښتل چې په رخصتۍ کې ډېر خوب وکړي.

خو په ځينو ورځپاڼو کې يو خبر شته چې په کې کوم کارپوه دې ته اشاره کړې چې د خلکو د ژوند دود بايد تر يوې اندازې پوری وساتل شي او په رخصتۍ کې ډېر بدلونونه د خلکو د روغتيا لپاره ګټور نه دي.

نن ورځ د وګړو پر وړاندی بېلابېل فشارونه ډېر دي چې د خلکو روغتيا ته زيان رسوي. په چين کې يو متل شته چې وايی که د ځوانيتوب په وخت کې په روغتيا پيسې بدل کړي، نو کله چې سپين ږيري شي نو هرومرو په پيسو روغتيا بدل کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای