CRI Online

د چين دون هوانګ ښار

cri     (GMT+08:00) 2010-01-12 15:25:30

د تېر کال په اګيست په مياشت کې مې د کاري عواملو له امله له دون هوانګ ښار څخه ليدنه وکړه .دغه سفر له خوشحالتوب څخه ډک يو سفر دی.

د چين د دون هوانګ ښار ډېر ښکلی دی چې د چين په شمال لويديز د ګان سو ولايت په جيو چوان ښار کې موقعيت لري او تاريخ يې ډېر اوږد دی . د دون هونګ ښار په غرني غارونو کې پر ډيوالونو باندې د انځورونو له امله په نړۍ کې ډېر مشهور دی .

ښاريان په عمده توګه په کرڼې لګيا دي ، نو ځکه په دغه ښار کې صنعتي بنسټ کمزوری دی .په وروستيو کلونو کې د سيلانۍ چارو د پرمختګ له برکته دغه ښار د پاملرنې وړ دی . په ١٩٨٧ کال کې دغه ښار د م م د علومو او ښوونې سازمان له خوا د نړيوالو کلتوري ميراثونو د ساتلو په ليست کې ساتل شوی و .

کله چې دون هونګ ښار ته ځي، تاسې بايد هرو مرو د مو ګاو په نامه غارونه ته لاړ شئ چې د دغه ښار په جنوب ختيځ ٢٥ کيلو مترۍ کې پروت دی او په چين کې تر ټولو لوی او مشهور بوډايي او هنري غارونه بلل کيږي. تر اوسه پورې د غارونو شمېر څلور سوه او دوه نوي دی چې پر ډيوالونو باندې د انځورونو عمومي مساحت نژدې پنځه څلوېښت مربع مترو ته رسيدلی دی .

په دون هوانګ ښار کې بله منظره لرونکي سيمه هم په زړه پورې ده چې مينګ شا غره نوميږي. دغه غره د نوموړي ښار له جنوب څخه په اووه کيلو مترۍ کې پروت دی .دغه غره په شګو پوښل کيږي چې اوږدوالي يې څلوېښت کيلو متره او جګوالي يې لس متره دي . د باد وهلو پر وخت خوږ اواز رامنځته کيږي .دغه طبيعي حالت د يوې خارق العادې په توګه ګڼل کيږي چې لازيات سيلانيان راجلبوي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای