CRI Online

بهرام الدين عادل زما د زده کړو لپاره يو سرمشق

cri     (GMT+08:00) 2010-01-12 21:01:44

د روانې اوونۍ د پنجشنبې په ورځ ما د يو پروګرام جوړولو لپاره يوځل بيا له بهرام الدين عادل نه د مرستې غوښتنه وکړه، عادل په ورين تندي زما غوښتنه ومنله. له دې امله چې څو څو ځلې مو له هغه نه د مرستې غوښتنې کړې وه، نو بايد چې ډېره مننه ځنې وکړم.

هغه ورځ هوا ډېره سړه چې د ساتني ګيراد منفي نهه درجې وه. کله چې د عادل پوهنتون ته ورسيدم، زه او شکريه ډېرې ستړې او هم وږې وو. عادل نه يوازې ګرمه قهوه بلکې ډېر خوندور خوراکونه يې هم را ته تيار کړل. هغه وويل، چې په دې وروستيو ورځو کې هغه د جاپاني ژبې په زده کولو هم بوخت دی او د زده کړې لومړی پړاو يې بشپړه شوی او دوهم پړاو به يې ژر پيل شي. دا زما لپاره د ډېرې حيرانۍ وړ خبره وه چې يو افغان محصل په چين کې د چيني ژبې د زده کړې ترڅنګ د يوې بلې ژبې زده کړه هم کوي، خو ما له پوهنتون څخه له فارغېدو وروسته لږ مطالعه کوله او خپل زيات وخت مې ضايع کړی. زه د عادل په پرتله ځان ډېره لټه احساسوم چې له امله يې ډېره شرمنده يم.


^_^بهارم الدين عادل په خپل استوګنځي کې زموږ ښه مېلمه پالنه وکړه چې نه يوازې يې ګرمه قهوه بلکې ډېر خوندور چاکليټ يې هم را ته تيار کړل 

په هغه وخت کی چې بهرام الدين عادل د مرکې لپاره چمتووالی نيولو، د هغه په کوټه کې ما څو عکسونه واخيستل.


بهرام الدين عادل دومره ډېر کتابونه مطالعه کړي دي!!

دا د عادل په مېز باندی د ده د تخصص يانې د کمپيوتر ساينس په هکله يو شمېر کتابونه دي چې ټول په چيني ژبه ليکل شوي دي. يوازې دوه کلونه کيږي چې عادل د زده کړې لپاره چين ته راغلی، هغه نه يوازې په روانه چيني ژبه خبرې کولای شی، بلکې د کمپيوتر پوهنې په هکله يې درسي کتابونه په بشپړه توګه مطالعه کړي دي چې په چيني ژبه ليکل شوي دي. غواړم چې هغه ته د درناوي او ستاينې لپاره خپله غټه ګوټه پورته کړئ!

 
په چيني ژبه ډېره ښه د لاس خط

د عادل دغه کتابچه له چيني کلمو څخه ډکه ده. د دغې کتابچې په کتلو سره سمدلاسه پدې پوه شوم چې ولې عادل چيني ژبه دومره ښه ويلای شي .


دا د عادل يو لويه لاس ماغو دی چې حتی د شکريې تر مخ هم لوی دی!!
ايا د افغان ځوانانو لاسونه ټول دومره لوی دي -__-؟؟؟

د دې ليکنې په پايله کې د يوې چيني اصطلاح يادونه کوم چې پښتو ژباړه يې په دې ډول ده: بريالی انسان بې قيده نه دی او بې قيده انسان بريالی نه دی. عادل وايي چې دغه اصطلاح د ده ډېره خوښه ده چې د هڅولو او کوښښ مانا لری . خو زما په اند له دغې اصطلاح څخه نه يوازې د زده کړې په برخه کې د عادل کوښښونه، بلکې د راتلونکو برياليتوبونو په لاره کې د ده ټينګ هوډ هم په پوره توګه ترې څرګنديږي.


زه او زما د زده کړو لپاره يو سرمشق
په راتلونکې زده کړو او دندو کې د عادل د لا سترو برياليتوبونو په هيله !!!!
  

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای