CRI Online

په هايتي کې د اتو چيني سوله ساتونکيو د مړينې له امله خواشيني څرګندوم

cri     (GMT+08:00) 2010-01-20 18:09:05

اتو ورځو مخکې په هايتي کې يوه سخته زلزله وشوه چې له امله يې د اتو چيني سوله ساتونکيو په ګډون زيات وګړي مړه او ټپيان شوي دي . په دې وروستيو ورځو کې د چين بېلا بېلو خبري رسنيو د نوموړو اتو تنو سوله ساتونکيو د مړينې په اړه خپل راپورتاژونه ور کړل . د روانې مياشتې په ١٩ مه نېټه د دوی تابوتونه د ځانګړې الوتکې په وسيله د بېجينګ هوايي ډګر ته ورسيدل او ور پسې د با باو شان مقبرې ته ولېږل شول .

د چين حکومت د سولې د ساتلو لپاره د څو ډلې سوله ساتونکي هايتي ته ورليږلي دي او د نړيوالې او سيمه ييزې سولې د تر سره کولو لپاره يې خپل خدمتونه کړي او کوي يي.چين هم د يو اړين ځواک په توګه په دغه بهير کې خپل مهم رول لوبوي. له بدمرغه چې د سوله ساتونکيو د دندې مهال په نوموړې سيمه کې خپل ژوند له لاسه ور کړ .دوی په نړۍ کې غوره سوله ساتونکي او قربانيان دي .

د روانې مياشتې په ٢٠ مه نېټه د هايتي په زلزله کې د مړه شويو سوله ساتونکيو پوليسو جسدونو ته د خدای په امانی او احترام مراسم د چين د بېجينګ د با باو شان مقبرې په تالار کې تر سره شول .د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي او د دولت رئيس هو جين تاو او صدراعظم ون جيا باو په شمول ځينو مشرانو په دغو مراسمو کې ګډون درلود.د دې ترڅنګ نور زيات خلک هم په دغو مراسمو کې حاضر وو.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای