CRI Online

د خرما شات

cri     (GMT+08:00) 2010-01-24 19:22:38

زه له خرما او شات سره ډېره مينه لرم چې د خلکو د روغتيا لپاره ډېر ګټور شيان بلل کيږی. څرنګه دغه دوه ډوله شيان سره يو ځای شي؟ دلته د خرما شات يو خوندور شرينی تاسو ته وړاندی کړم. تاسو کولی شئ چې په کور کې پخپله جوړ کړې!

د دغه شرينی د جوړولو لپاره يوازی دوه ډوله توکي په کار دي: يو شمير خرما او شات

لومړی، په اوبو کې خرما اچول کيږی چې پاک يی شي.

دوهم، د دغو خرما دننه دانې ليری کيږی.

درېيم، دغه خرما ټوټه ټوټه کيږی.

څلورم، په يوۀ پاک ديګ کې لږ څه اوبه اچول کيږی او يادې شوې ټوټه شوې خرما په کې اچول کيږی. پام وکړئ چې اوبه بايد ډېرې نه وي.

پنځم، دغه مرحله لږ څه وخت نيسي. پر لږ اور باندی ديګ ګرميږی ترڅو چې خرما د ښوروا په شان وګرځي.

شپږم، کله چې د خرما ښوروا سړه شي نو په کې شات اچول کيږی. دغه خوندور شرينی به جوړ شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای