نن ورځ يعنې د مارچ په ٣ مه نېټه د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د يوولسمې دورې درېيمه غونډه په بېجينک کې پرانيستل شوه او ور پسې به د چين د ملي ولسي کانګرس د يوولسمې دورې درييمه غونډه هم پيل شي .د پخوا په پرتله سږني دوې لويې غونډې د خلکو ډېر پام راجلبوي .
د چين د يوې ورځپاڼې د يوې ټولپوښتنې له مخې څه باندې په سلو نوی وګړي نوموړو غونډو ته ډېره پاملرنه کوي او هيله يې څرګنده کړه چې اړوند ستازي به د عدلي عدالت او د خلکو د معاشونو د لوړوالي او د ټولنيز ضمانت د سيسټم بشپړتيا په شمول يو لړ مسئلو په هکله خپل وړانديزونه وکړي .
روان کال زمونږ څانګې د مرکې لپاره دوو غونډو ته يو خبريال ليږلی او د اوريدونکيو د علاقې وړ مسئلو په هکله به خپل راپورټاژونه ور کړي. مونږ هيله لرو چې په سږني غونډو کې د چين د اوسني مسئلو د حل او د کړاونو د له منځه وړلو لپاره لارې چارې وموندل شي .
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |